Language

کابل (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٠): کابل ته د امريکا د متحده ايالتونو د سنا مجلس راغلى پلاوى ټينګار کوي چې لا هم اړتيا ده په افغانستان کې بهرني ځواکونه شپنيو عملياتو ته دوام ورکړي.

د دوى په وينا، دا عمليات بايد له افغانستان سره د امريکا د ستراتيژيک تړون پر وړاندې خنډونه رامنځ ته نه کړي.

د سناتور جان مکين (John McCain) او ليندسي ګراهام په ګډون، د امريکا متحده ايالتونو د سنا مجلس پنځه کسيز پلاوى تېره ورځ کابل ته راغلى دى، چې نن (د سلواغې ٣٠ مه) يې په يوه خبري ناسته کې ګډون وکړ.

سناتور جان مکين، چې له نورو امريکايي سناتورانو سره په ګډه يې په کابل کې خبريالانو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکول، وويل، چې له ولسمشر حامد کرزي او په افغانستان کې د ايساف او ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان سره يې کتلي او د نورو موضوعاتو ترڅنګ يې پر شپنيو عملياتو او له افغانستان سره پر ستراتيژيک تړون هم خبرې کړې دي.

د ده په وينا، د بهرنيو ځواکونو له خوا د شپې عمليات حياتي ارزښت لري او تر ٨٠ سلنې ډېر مخالفين د همدې عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي.

هغه زياته کړه، چې له تېرو ٩١ ورځو راهيسې افغان ځواکونه هم په شپنيو عملياتو کې برخه لري او دا د دې لپاره ګټور دي، چې امنيتي ځواکونو ته په کې ډېر لږ تلفات اوړي.

مکين زياته کړه: ((د هغو ښځو او نارينه وو لپاره چې په جګړه بوخت دي، د ځانونو د حفاظت او د سر خطر د کمولو او ټيټې کچې ته د رسولو لپاره د شپې عمليات مهم دي.))

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د کورونو خپلسرې پلټنې او د شپې له خوا چاپې هغه څه دي، چې افغان حکومت يې په بيا بيا د بندولو غوښتنه کړې ده؛ خو ناټو وايي چې د اورپکو د ځپلو لپاره شپني عمليات د دوی يو اغېزناکه تکتيک دی.

د دغو عملياتو پرمهال د ولسي وګړو وژل کېدل، د حکومت او عامو خلکو ترمنځ واټن ډېر کړی او د ولسمشر کرزي او نړيوالې ټولنې ترمنځ يې ترينګلتيا رامنځ ته کړې ده.

ولسمشر حامد کرزي څه موده وړاندې ګواښ وکړ، چې که په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د شپې عمليات او د خلکو د کورونو تلاشي بنده نه شي؛ نو له متحده ايالتونو سره به ستراتيژيک تړون لاسليک نه کړي.

دوديزې لويې جرګې هم په مشروط ډول له امريکا سره د ستراتيژيک تړون ملاتړ وکړ.

د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتيا او اسلامي او افغاني ارزښتونو ته درناوی او د شپې له مخې د خلکو د کورونو د تلاشيو او عملياتو بندول د يادې جرګې له مهمو شرطونه څخه وو.

دغه راز د متحده ايالتونو د سنا مجلس د بهرنيو اړيکو د کمېټې غړى ليندسي ګراهام په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې شپني عمليات له پوځي اړخه ګټور دي او بايد له افغانستان سره د متحده ايالتونو د ستراتيژيک تړون پر وړاندې خنډ نه شي.

نوموړي زياته کړه: ((هغه څوک چې د شپنيو عملياتو مخالفت کوي، بايد په دې پوه شي چې دا پر مخالفينو سخت ګوزار دى.))

هغه وويل، چې اوسمهال په شپنيو عملياتو کې د افغان امنيتي ځواکونو ونډه ډېره شوې او همداراز د ملکي تلفاتو کچه هم تر ډېره ټيټه شوې ده او هڅه کېږي، چې په دې عملياتو کې بهرني ځواکونه يواځې ملاتړى رول خپل کړي.

همداراز جان مکين وويل، چې له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې يې هم په ټينګه ويلي، چې: “موږ په کلکه د شپنيو عملياتو په بشپړه توګه د بندېدو مخالف يو”.

ګراهام هم وويل، چې داسې يوه قاعده بايد رامنځ ته شي، چې له مخې يې په شپنيو عملياتو کې نيول شوي بنديان، افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شي.

د هغه په خبره، امريکايي چارواکي به له افغان چارواکو سره خبرې وکړي، ترڅو افغان حکومت ته سپارل شوي بنديان بېرته خوشې نه شي او د بهرنيو ځواکونو پرضد بيا وسله پورته نه کړي.

خو هغه زياته کړه چې امريکا هڅه کوي، له طالبانو سره داسې پرېکړې ته ورسېږي، چې له مخې يې په افغانستان کې وينه تويېدنه بنده شي.

هغه له افغانستان سره د امريکا ستراتيژيک تړون ته په اشارې سره وويل، چې طالبان په دې پوه شي چې امريکا افغانستان بيا يواځې نه پرېږدي او پيل شوې خبرې دي جدي وبولي.

د راپورونو له مخې، امريکا دا مهال په قطر کې له طالبانو سره په خبرو لګيا ده.

 ګراهام له افغانستان سره د امريکا ستراتيژيک تړون د افغانستان، سيمې او امريکا په ګټه وباله او زياته يې کړه، چې دا تړون به له افغانستان سره په سياسي، امنيتي او اقتصادي برخو کې د همکارۍ زمينه برابره کړي.

جان مکين هم هيله څرګنده کړه، چې له افغانستان سره د امريکا ستراتيژيک تړون په شيکاګو کې د ناټو د سرمشريزې غونډې تر مخه، چې ټاکل شوې په راتلونکې مۍ مياشت کې جوړه شي، لاسليک شي.