Language

مزار شريف (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٠): د بلخ امنيتي چارواکي وايي، چې د راتلونكي كال د نوروز په مېله د امنيتي پېښو د ترسره کولو په تور يې ١٨ شکمن كسان نيولي دي.

 د بلخ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عصمت الله عليزي، نن (د سلواغې ۳۰مه) د يادې قوماندانۍ د امنيت امر د بدلېدو په مراسمو كې پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دوى د نوي كال د نوروز مېلې لپاره د امنيتي چمتووالي په درشل كې دي.

 نوموړي زياته كړه، چې دخپلو لومړنيو هڅو په لړ كې يې يوه ۱۱ كسيزه او بله ۷ كسيزه ډلې، چې غوښتل يې د نوروز مېلې امنيت خراب كړي، نيولې دي.

 د هغه په وينا، دغو خلكو د ترهګريزو كړنو تابيا نيولې وه، چې دوى پرې شنډې كړې.

 عليزي د نيول شويو كسانو په اړه ډېر معلومات ورنه كړل؛ خو زياته يې كړه، چې دوى هڅه كوي، له دغو كسانو څخه د پلټنې په ترڅ کې نورې ورانكارې ډلې هم ومومي.

 نوموړي دامنيه قوماندانۍ دامنيت امر دبدلېدو په اړه وويل،چې نن دمل پاسوال عبدالرووف تاج پر ځاى سمونوال عبدالرزاق په دنده وګومارل شو.

 مل پاسوال عبدالروف تاج له تېرو اوو كلونو راهيسې د بلخ ولايت په امنيه قوماندانۍ كې د امنيت امر په توګه دنده تر سره كړې وه.

 د امنيت نوي امر سمونوال عبدالرزاق وويل چې دى به هڅه كوي، د ښار د ټولو حوزو په پوره توګه څارنه وكړي او د امنيت د ښه كېدو لپاره به خپلې هڅې لا پسې ګړندۍ كړي.

 امنيه قوماندان عليزي وويل، چې دوى هڅه كوي په بلخ ولايت كې د امنيت د لېږد دويم پړاو هم په ښه توګه سرته ورسوي.

 نوموړي زياته كړه، چى د نوروز مېلې د امنيت په برخه كې به خپل ولس ته په ډاګه كړي، چې د دوى ځواكونه په بشپړه توګه د خپلې خاورې د ساتنې وړتيا لري.

 د نوروز مېله د هر كال پر لومړۍ ورځ د يو لړ رسمي او ولسي مراسمو په ترڅ كې نمانځل كېږي.

 د نوروز مېلې پر مهال په مزارشريف كې د حضرت علي كرم الله وجهه په روضه كې د سخي جنډه پورته كېږي، چې د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو څخه يې زرګونه كسان نندارې ته راځي.

Related Topics