کابل ښار (پژواک ٣٠ سلواغه ٩٠): نن بيا هم د کابل چاپ ډېرو ورځپاڼو خپلې سرمقالې او سياسي تبصرې د تېرې ورځې په شان د افغانستان، ايران او پاکستان ترمنځ درې اړخېزې غونډې او اسلام آباد ته د ولسمشر کرزي د سفر پايلو او لاس ته راوړنو ته ځانګړې کړې دي، خو ځينو ورځپاڼو بيا د ملي اردو د سرتېرو د کمښت په اړه د امريکا طرحه او په کندهار کې له ولايتي چارواکو سره د يوه جعلي سناتور ليدنه څېړلې ده.
د ويسا، خدمتگار، ملي آرمان او هشت صبح ورځپاڼو نن د اسلام آباد وروستۍ سرمشرېزه غونډه څېړلې او د دغه سفر او درې اړخېزې ناستې پايلې او لاسته راوړنې يې له بېلابېلو اړخونو ارزولې دي.
د ملي آرمان ورځپاڼه په داسې حال کې، چې ليکي ولسمشر کرزى له اسلام آباد څخه خالي لاس بېرته راوګرځېد، په دې باور ده، چې د اسلام آباد درې اړخېزه سرمشريزه غونډه د هغې د ظاهري عنوان او شعار پر خلاف په واقعيت کې د امريکا پر خلاف د ورځپاڼې په خبره يوه خندونکې ننداره وه.
ملي آرمان ورځپاڼې همدارنګه ليکلي، افغانستان په داسې حال کې د سولې په برخه کې د پاکستان د همکارۍ تمه لري، چې پاکستان غواړي په افغانستان کې له روانې جګړې په خپله ګټه کار واخلي.
همدارنګه خدمتګار ورځپاڼه په داسې حال کې، چې له اسلام آباد څخه د ولسمشر کرزي د خالي لاس راستنېدو په موضوع کې له ملي آرمان سره ورته نظر لري، ليکي چې په سيمه ييز امنيت كې د پاكستان او ايران نه همكاري د سيمې هېوادونه واشنګټن ته نږدې كوي.
دا ورځپاڼه په دې اند ده، وروسته له هغې، چې ولسمشر د اسلام اباد له درې اړخېزې غونډې تش لاس را وګرځېد او د سولې په خبرو كې د پاكستان له همكارۍ نهيلى شو، نو اوس داسې اټكل كېږي، چې په نږدې راتلونكي كې له امريكا سره هغه ستراتيژيك تړون نهايي كړي. چې د ايران او پاكستان د اندېښنو او له طالبانو سره د سولې د خبرو له كبله يو كال وځنډېد.
خو د ويسا ورځپاڼه بيا د دغو دوو ورځپاڼو پر خلاف د اسلام آباد د درې اړخېزې سرمشريزې غونډې پايلو ته خوش بينه ښکاري او په دې اند ده، چې كه څه هم په تېره كې، ډېرو دې ډول ناستو محسوسې پايلې نه درلودې، خو د ورځپاڼې په ليکنه، د دې معنا هېڅكله هم دا نه شي كېداى، چې دغه بې باورۍ دې د تل لپاره دوام وكړي او يا دې د يوې هميشنۍ نهيلۍ لامل شي.
ويسا ورځپاڼه وړاندې ليکي، چې كه د سيمې په كچه د همكارۍ روحيه پياوړې شي او شكونه خپل ځاى اعتماد ته پرېږدي، ټول هغه حالات، چې دا دى اوس ټول لوري ترېنه شكايت لري، بدلېدلاى شي.
د هشت صبح ورځپاڼه هم په دغه باور ده، چې افغانستان د سيمه ييزو سياستونو په لومه کې ګير پاتې دى او ليکي، چې ايران او پاکستان په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو له شتون سره مخالف وو او اوس هم د امريکا له دوامداره شتون څخه اندېښنه لري.
هشت صبح ورځپاڼه د اسلام آباد د سرمشرېزې د جوړېدو وخت ته پاملرنه کوي او په دې نظر ده، چې ايران او پاکستان دواړه همدا اوس له امريکا سره په کشاله کې ښکېل دي او په دې ناسته کې د ولسمشر کرزي ګډون کولاى شي د افغانستان د لوېديځو ملاتړو حساسيتونه له ځان سره ولري.
د ملي باور او محور ورځپاڼو بيا د ملي اردو د سرتېرو د شمېر د کمولو په اړه د امريکا طرحه څېړلې ده او دواړه ورځپاڼې له هغې جلاجلا تحليلونه لري.
د ملي باور ورځپاڼه د افغان ملي پوځ د شمېرې د کمولو په اړه د امريکا نظريه، په افغانستان کې د يوه بل ناورين د پيل سبب ګڼي او د محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د پياوړي او غښتلي افغان پوځ يادونه کوي، چې د ورځپاڼې په ليکنه د ګاونډيانو د هڅو له امله له منځه ولاړ.
دغه ورځپاڼه همدا راز ليکي، چې که چېرې امريکا يو با ثباته افغانستان غواړي، نو بايد د يوه پياوړي او منظم اردو په جوړونه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د محور ورځپاڼه بيا د ملي ځواکونو د شمېر د کموالي په اړه بل ډول نظر لري او په دې اړه يې د افغان دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ هغه خبرې را اخيستې، چې دا کار به په افغانستان کې يو بل ناورين رامنځ ته کړي.
محور په دې اند ده، چې افغانستان د سيمې په کچه له يو شمېر جدي ننګونو سره مخ ده او د امنيت په اړخ کې کوم پرمختګ نه دى را منځته شوى او وړاندې ليکي، چې له اوسنيو ننګونو سره پر اټکلونو باندې مبارزه کول د ځان تېر اېستل دي او افغان دولت بايد د اټکلونو پر ځاى پر عملي سياست تکيه وکړي.
د سرنوشت ورځپاڼې بيا د کندهار له ولايتي چارواکو سره د يوه داسې جعلي کس ليدل کتل څېړلي دي، چې ځان يې د مشرانو جرګې غړى معرفي کړى و او د دغه ولايت له مهمو چارواکو سره پرليدنې کتنې سربېره مهم معلومات هم راغونډ کړي دي.
سرنوشت ورځپاڼه ليکي، چې دا د افغانستان د حکومت لپاره او په ځانګړي ډول د کندهار د چارواکو لپاره ډېره د شرم خبره ده، دوى مخکې له دې چې يو څوک ونه پېژني، څنګه له يو چا سره خپل مهم معلومات شريکوي.
سرنوشت ورځپاڼه د دې ډول جعلي کسانو لنډ تاريخ څېړي، د طالبانو له يوه جعلي استازي سره د دولت د لوړ پوړو چارواکو ليدنه کتنه يادوي او ليکي، چې په دې ډول کړنو او بې پروايۍ دولت نه نړيوالو ته ځواب لري او نه هم ولس ته.
د افغانستان ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې تر دغه سرليک لاندې، چې آيا کابينه به بشپړه شي؟ د حکومت له خوا ولسي جرګې ته د نهو کانديد وزيرانو ور پېژندلو ته اشاره لري او په دې اند ده، چې تر دوه کاله ځنډ وروسته بيا هم د حکومت دغه اقدام د ورځپاڼې په خبره د حکومت له خوا د پارلمان غوښتنې ته يو مثبت ځواب و.
د افغانستان ورځپاڼه همدا راز ليکي، چې يو شمېر کانديد وزيران، د باور رايې اخيستنې لپاره يوازې کولاى شي د ولسي جرګې د غړو جانبي ډلبنديو يا په دې جرګه کې دشته سرحلقو ته هيله من وي؛ ځکه د دوى خپلې کار کړنې په هېڅ توګه نه شي کولاى، دوى ته دباور رايه جلب کړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن