کابل ( پژواک ٣٠ سلواغه ٩٠ ) : يوې سعودي سرچينې ويلي چې هېواد يې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ ، د طالبانو لخوا د درې شرطونو په منلو د منځګړيتوب لپاره تيار دى.
د فرانسې خبري اژانس ( اى اېف پي) د سعودي عربستان د يوه حکومتي چارواکي له خولې ، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، خبر ورکړى ، چې سعودي په مشروط ډول د افغان سولې په پروسه کې رول ترسره کولو ته اماده شوى دى.
سرچينې زياته کړې ، چې د سعودي حکومت په دې شرطونو کې له طالبانو غوښتل شوي ، چې له القاعدې سره اړيکې پرېکړي، وسله پر ځمکه کېږدي او د افغانستان سياسي ډګر ته ورګډ شي.
د يادونې ده ، چې د سعودي عربستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول د قطر د دفتر او يا هم له طالبانو سره د خبرو اترو او منځګړيتوب په اړه څه نه دي ويلي.
په قطر کې د طالبانو ددفتر له پرانېستل کېدو وروسته افغان حکومت په لومړي سر کې له دې دفتر سره مخالفت څرګند کړ او په سعودي او يا ترکيه کې يې ددفتر پرانېستلو او د خبرو اترو وړانديز کړى و، خو وروسته يې دقطر دفتر هم ومانه.
څو ورځې مخکې راپورونه ورکړل شوي وو، چې افغان حکومت له وسلوالو طالبانو سره په سعودي کې خبرې اترې کول غواړي،خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه خبره په کلکه رد کړه او ويې ويل چې دوى په سعودي کې خبرې نه غواړي.
نوموي زياته کړې وه، چې دوى له امريکا سره د افهام او تفهيم لپاره په قطر کې دفتر پرانېستلو لپاره چمتوالى ښودلى ده .
د سياسي چارو کارپوهه محمد حسن حقيار د سعودي منځګړيتوب ډېر مهم بولي او زياتوي چې سعودي دافغانستان دسولې په پروسه کې مهم رول لوبولى شي او پخوا يې هم دې کار ته اماده ګي ښودلې وه .
خو هغه زياته کړه چې د سعودي حکومت دالقاعدې له وېرې ، چې دحاکمې شاهي کورنۍ نظام ړنګ نه کړي، تر اوسه له دې کار څخه ډډه کوله.
حقيار پژواک اژانس ته وويل چې د سعودي دا شرط ، چې طالبان دې له القاعدې سره اړيکې پرېکړي، د همدې وېرې له امله ايښى دى.
نوموړي د قطر پر ځاى په سعودي کې خبرې اترې او مذاکره مهمه بولي او زياتوي چې سعودي ته افغانان او نوره اسلامي نړۍ هم ډېر احترام لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP