Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دکابل دنن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

 کابل ښار (پژواک، دکب لومړۍ نېټه ،٩٠):  دسولې خبرې اترې او  دهغې بېلابېل اړخونه،  دافغان سولې دبهير په اړه دپاکستان ديوه سياسي مذهبي مشر څرګندونې ، دافغان سولې په  بهير کې دسعودي عربستان ونډه او ددفاع وزارت هغه پرېکړه، چې وايي دکومو سرتېرو کورنۍ ، چې په پاکستان کې ژوند کوي له  هغه ځايه را غواړي، دکابل دنن چاپ ورځپاڼو مهم سرټکي جوړوي.

د ويسا اوارادې ورځپاڼو  د ولسي جرګې روانې کشالې اوشخړې څېړلې دي او دواړو ورځپاڼو دغه ډول شخړې د ولسي جرګې او دهغې دغړيو لپاره نامناسبې ارزولې دي.

د ويسا ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي ، چې په  اوسنيو شرايطو  کې تر ټولو د خپلمنځي باور او اعتماد را ژوندي کولو ته ستره اړتيا ده.

دغه ورځپاڼه په دې باور ده ، چې  دکابينې د دوه وزيرانو داستيضاح له ورځې په ولسي جرګه کې راپورته شوې شخړه او لانجې له اټکله لرې خبره نه ده ، خو  د ورځپاڼې په خبره، بايد دغو ټولو ستونزو ته په پام سره د تاييد او رد او يا د استيضاح او استجواب په مسالو كې د ولسي جرګې حيثيت بايد وساتل شي.

همدارنګه دارادې ورځپاڼه دورته موضوع دڅېړلو په ترڅ کې په دې اند ده، چې په پارلمان کې د پردې شاته  لوبو او معاملو ددې قانون جوړونکې ادارې حيثيت ته زيان رسولى دى.

ارادې ورځپاڼې  پداسې حال کې، چې په ولسي جرګه کې دکورنيو چارو او ماليي د وزير داستيضاح غونډه څېړلې ده ، ليکي چې داسې ښکاري لکه  دملت کور چې دځواکمنو او زور ويونکو  دلوبو او سياستونو دازمويلو په ډګر بدل شوى وي  او له همدې امله د ورځپاڼې په خبره ،د پارلمان دهرې پرېکړې پر وړاندې خنډونه را ولاړېږي.

خو دمحور ورځپاڼې بيا په خپله نننۍ سرمقاله کې دافغانستان دسولې په بهېر کې دسعودي عربستان ونډې ته اشاره کړې او په دې نظر ده، چې دسعودي عربستان لخوا دافغانستان دسولې په پروسه کې ونډه اخيستل يوه نوې خبره ده.

دمحور ورځپاڼه پداسې حال کې ،چې دافغان سولې په بهير کې دسعودي عربستان او قطر دواړو ونډه جلا جلا  څېړي، سعودي عربستان دافغان جګړې يو اړخ ګڼي ، ځکه ددې ورځپاڼې په تحليل سعودي عربستان يوله هغو درېيو هېوادونو څخه و، چې دطالبانو  پخوانى حکومت يې په رسميت پېژندلى و.

محور ورځپاڼه  ليکي ، چې په قطر کې دسولې دخبرواترو تر پيل وروسته به دسعودي عربستان يا بل هر لوري اوکړۍ څرګندونې ، په افغانستان کې دسولې  بهير پر بله بيايي او د ورځپاڼې په ليکنه ورته  زيان رسوي.

خو دهشت صبح ورځپاڼه په  خپله  نننۍ سرمقاله کې دملي دفاع وزارت هغه پرېکړه څېړي، چې وايي دهغو سرتېرو کورنۍ ، چې په پاکستان کې ژوند کوي له هغه هېواده بېرته افغانستان ته را غواړي.

دهشت صبح ورځپاڼه پداسې حال کې ، چې د ملي دفاع وزارت  له دغې پرېکړې څخه يې هرکلى کړى اوپدې اند ده، چې د دولت دنورو لوړ پوړو  چارواکو  په  اړه ، چې کورنۍ يې له هېوادڅخه بهر په تېره بيا په پاکستان او ايران کې ژوند کوي، هم دا ډول پرېکړه وشي.

دغه ورځپاڼه  ليکي، چې داصلاحاتو راوستلو لپاره او  دګاونډيو  هېوادونو  دنفوذ اوفشار  دمخنيوي لپاره اقدام  بايد له سر څخه پيل شي  او پدې ډول پر چارواکيو فشار راوړل شي ، ترڅو خپلې کورنۍ بېرته خپل  هېواد ته راولي.

دماندګار،ملي باور اوخدمتګار ورځپاڼو بيا په  خپلو نننيو  سرمقالو کې دپاکستان ديوه سياسي اومذهبي مشر مولانا سميع الحق هغه څرګندونې را اخيستې دي، چې په  اسلام آباد کې يې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره  دخپلې ليدنې اوخبرواترو په اړه رسنيو ته کړې دي.

دماندګار ورځپاڼه  دمولانا سميع الحق څرګندونو ته په اشارې سره ليکي، چې دافغان ولسمشر دسولې هلې ځلې دمقابل لوري نه  هرځل له غاښ ماتونکي ځواب سره مخ کېږي .

دغه ورځپاڼه  ليکي ، چې دطالبانو او دهغوى دملاتړو لپاره دسولې خبرې اترې له يوې لوبې څخه زيات ارزښت نلري، خو د ورځپاڼې په خبره ، متاسفانه ولسمشر کرزي تراوسه هم لا دا واقعيت نه دى منلى .

دملي باور  ورځپاڼه هم ورته موضوع څېړي، خو پدې نظر ده، چې دپاکستان دوه مخى سياست به  په خپله دغه  هېواد ته زيان ورسوي.

ملي باور دمولانا سميع الحق دغه څرګندونې څېړې اوپدې اند ده، چې اوس ټولو ښکېلو لوريو پرپاکستان اعتبار له لاسه ورکړى ، نه طالبان کولاى شي پرپاکستان باور وکړي او نه هم نړيواله ټولنه ، چې په سر کې يې امريکا ده.

خو دخدمتګار ورځپاڼه بيا دمولانا سميع الحق دخبرو تر څېړلو وروسته پدې اند ده، چې طالبان د پاكستان د سياست قربانيان دي اوليکي  چې پاكستان لا هم د خپلې پاليسۍ دود ندى بدل كړى  او له طالبانو څخه د خپلو سياستونو لپاره افزاري استفاده كوي.

خدمتګار ورځپاڼه په پاکستان کې دطالبانو  دنه خونديتوب موضوع ته هم اشاره لري او  له  افغان دولت اونړيوالې ټولنې غواړي ، چې  له طالبانو سره د سولې لپاره د پاكستان د دروازې د ټكولو پرځاى د هغوى لپاره داسې شرايط برابر كړي ، چې ورسره سياسي خونديتوب يې ډاډمن او ارادې يې تمثيل كړاى شي.

دسرنوشت ورځپاڼه بيا په خپله نننۍ ګڼه کې له  امريکاسره دافغانستان ستراتيژيک تړون څېړي او  دبهرنيو چارو وزارت د وياند له خولې ليکي، چې  دکابل په وروستۍ ناسته کې ددې موضوع اړوند ټول اختلافات حل شوي دي او  په نږدې راتلونکي کې به دا خبرې نهايي شي.

سرنوشت په  عين حال کې ديوه امريکايي سناتور هغه خبرې هم را اخيستي، چې پرون يې په کابل کې  دشپې پر عملياتو ټينګار درلود او پوښتي چې په داسې حال کې، چې په ستراتيژيک تړون کې د شپې د عملياتو په اړه د کابل او واشنګټن دريځونه لا هم سره وېشلي او دواړه لوري په خپل دريځ ټينګار کوي، د ستراتيژيک تړون په اړه په روانو خبرو کې پرمختګ څه معنا لري؟.

دملي آرمان ورځپاڼه بيا په داسې حال کې، چې  په کابل  او  نورو ولايتونو کې دواورې اوباران د اورښت روانه لړۍ او په راتلونکي سپرلي او اوړي کې دهغې مثبتې او منفې پايلې څېړي ،دداسې تدبېرونو اواقداماتو غوښتونکې ده، چې وکولاى شي په  راتلونکي سپرلي او  دوبي کې ددې اورښتونو له منفي اغېزو مخنيوى وکړي.

ملي آرمان  ورځپاڼه په روان ژمي کې د واورې اوباران ډېر اورښت  هم ښه  زيرى ګڼي او هم يوګواښ او  په دې نظر ده ،چې  که له يوه لوري دغه اورښتونه بزرګرو ته ديوه ښه له اوبو اوبارانونو ډک  سپرلي زېرى ورکوي، نو له بل پلوه،دا ګواښ هم ورسره دى ، چې دغه له واورو ډک ژمى به دهېواد له غرونو  رغونو څخه  اوبه او سېلابونه را کوزکړي، چې د ورځپاڼې په ليکنه به په  يقيني ډول له خطر څخه خالي نه وي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.