هرات (پژواک،د کب لومړۍ نېټه٩٠): ناپيژنده کسانو دهرات ولايت له شينډنډ ولسوالۍ څخه ديوه ترکي ساختماني شرکت دوه کارکوونکي وتښتول.
د شينډنډ ولسوالۍ د ګارنيزيون قوماندان محمدسليم نن د کب په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل،چې ناپيژنده کسانو پرون له غرمې وروسته د يوه ترکي ساختماني شرکت يو کارکوونکى او يو ژباړن، چې ددې ولسوالۍ په هوايي ډګر کې يې پروژه درلوده، تښتولي دي.
هغه زياته کړه،چې ترکى کارکوونکى مصطفى الکان او دهغه افغان ژباړن عبدالشکور د کندهار – هرات د لويې لارې په اوږدو کې تښتول شوي دي.
محمد سليم وويل،چې د تښتول شويو کسانو نومونه او شهرت د شرکت د مسوولينو له لوري ورته رسېدلي دي.
هغه څرګنده کړه،چې پوليسو د پلټنې عمليات پيل کړي او تراوسه کومه لاسته راوړنه نلري.
د شينډنډ د ګارنيزيون قوماندان وويل،ګومان کېږي، چې ديادو کسانو تښتونه د پيسو د ترلاسه کولو په موخه ترسره شوې وي.
د هرات ولايت د پوليسو يوه مسوول ،چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل،چې ناپيژنده کسانو يو ترکى کارکوونکى او د هغه موټرچلوونکى يې له شينډنډ ولسوالۍ څخه تښتولي دي.
تراوسه دياد ترکي شرکت دکارکوونکو د تښتولو مسووليت چاپرغاړه نه ده اخيستى.
ياد دوه کارکوونکي په داسى حال کې د شينډنډ له ولسوالۍ څخه تښتول شوي،چې تيرکال هم له يادې ولسوالۍ څخه ديوه ترکي شرکت دوه کارکوونکي وتښتول شول او له څو ورځو وروسته خوشې شول.