Language

ملي امنيت: د کندهار له دولتي ادارو چا محرم اسناد نه دي ترلاسه کړي

کابل (پژواک د کب لومړۍ نېټه ٩٠): د ملي امنيت عمومي رياست هغه خبرونه په کلکه رد کړل چې ګوندې کوم جعلي سناتور د کندهار ولايت له دولتي ادارو محرم اسناد ترلاسه کړي دي.

 خو د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي مسوول دا منلې وه، چې د اصف سرحدي په نوم يو پخوانى سناتور ورغلى و.

 په مشرانو جرګه کې د کندهار د خلکو استازي سناتور بسم الله افغان، وړمه ورځ په کندهار ښار کې د يوه کنفرانس پر مهال وويل، چې د اصف سرحدي په نوم يو جعلي سناتور کندهار ته راغلى و او له دولتي ادارو يې معلومات ترلاسه کړي دي.

 خو په کابل کې د ملي امنيت عمومي رياست له خوا د کب پر لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دوى له څېړنو څخه جوته شوې، چې په تېرو درېيو مياشتو کې د اصف سرحدي په نوم کوم څوک په کندهار کې د ملي امنيت رياست ته نه دى تللى.

 په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د سيمې ځينې استخباراتي کړۍ غواړي چې په ولس کې د ملي امنيت اداره بې اعتباره او بدنامه کړي؛ ځکه دا ډول بې بنسټه اوازې خپروي.

 د ملي امنيت په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې ځينو رسنيو د دغه خبر په خپرولو سره د ژورنالېزم له اصولو سرغړونه کړې او په دې اړه يې د ملي امنيت نظر نه دى اخيستى او له دوى يې غوښتي، چې د ژورنالېزم اصولو مراعتولو سره دا ډول خبرونه خپاره کړي.

 خو د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته ويلي و، چې د محمداصف سرحدي په نوم راغلى کس پخوانى سناتور دى او دغلته د يوه موزيم د جوړولو لپاره راغلى و.

 هغه زياته کړې وه، چې  دغه کس د والي له خوا د اطلاعاتو او کلتور رياست ته ورپېژندل شوى، چې د موزيم پر جوړولو موافقې ته نه دي رسېدلي او بېرته تللى دى.

 خو ايوبي دا خبره رد کړې وه، چې  ګوندې د کندهار ولايت مسوولينو دغه کس ته کوم مهم معلومات په لاس کې ورکړي دي.

 دغه راز سناتور افغانمل وړمه ورځ په خبري غونډه کې وويل، چې د سرحدي په نوم دغه تن چې ځان يې د کندهار لوړ پوړو چارواکو ته د غور ولايت اوسېدونکى او د مشرانو جرګې د دفاع کمېسيون غړى معرفي کړى، وروسته معروف او ډنډ ولسواليو ته تللى، له ولسوالانو يې معلومات را ټول کړي او بيا د ملي امنيت رياست، امنيه قوماندانۍ او اطلاعاتو او کلتور رياست ته هم ورغلى دى.

 د نوموړي په وينا، په مشرانو جرګه کې کې د محمداصف سرحدي په نوم نه په تېره دوره او نه اوسنۍ دوره کې، نه انتخابي او نه انتصابي غړى شته.

 افغانمل زياته کړې وه، چې په دې اړه د مشرانو جرګې هم غبرګون ښودلى او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې په ډاګه کړې، چې کندهار ته تللى شخص د مشرانو جرګې غړى نه دى.

 دى وايي، د کندهار له مسوولينو يې د دغه ناڅرګند شخص د ټېلېفون شمېره اخيستې او له هغه يې پوښتلي، چې کندهار ته د کومې مرجع  له خوا د کومې موخې لپاره ورغلى دى؟ خو هغه ورته ويلي، چې سهوه يې کړې او دا موضوع بايد په رسنيو کې دومره غټه نه شي.