Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېر زېږديز کال د ناامنيو امله ١٨٦زره کسان بې ځايه شوي دي

کابل (پژواک ٢ کب ٩٠): په ٢٠١٠ کال کې په افغانستان کې د ناامنيو له امله د بې ځايه شويو کسانو شمېر ١٠٣زره تنه و؛ خو په تېر زېږديز کال کې دغه شمېر ١٨٦زره تنو ته رسېدلى دى.

دغه څرګندونې جاوېد ولي چې په کابل کې يې د بې ځايه شويو کورنيو د وضعيت د څېړلو په اړه، په يوه غونډه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (يو ان اچ سي ار) په استازيتوب ګډون کړى و، د کب په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وکړې.

خو دى وايي، چې دا مهال د کډوالو د چارو په ياده اداره کې د ثبت شويو شمېرو له مخې، په ټول افغانستان کې د ناامنيو له امله د بې ځايه شويو کسانو شمېره نږدې ٤٥٠زره تنو ته رسېږي.

هغه وويل چې په ټوليزه توګه په دې اداره کې هغه بې ځايه شوي کسان ثبتېږي، چې د ناامنيو او جګړو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي وي.

په افغانستان کې د کډوالو چارو د يادې ادراې وياند نادر فرهاد وايي، چې د بې ځايه شويو ډېر يې په کابل، ننګرهار، هلمند، کندهار، کونړ، هرات، فراه، غور او فارياب ولايتونو کې دي.

دى وايي، چې د دې کډوالو ډېر يې په خپلو ولايتونو کې نورو سيمو او ځينې يې نورو ولايتونو ته کډه شوي دي.

هغه وويل چې په هېواد کې د ناامنۍ له امله د بې ځايه شويو کسانو شمېر ښايي له دې هم زيات وي، ځکه چې په هېواد کې داسې سيمې شته چې د دې ادارې د پوښښ له ساحې  وتلې دي.

دى وايي، که څه هم خپلو سيمو ته د دې کډوالو د بېرته ستنېدو د امکاناتو برابرول ډېر د افغانستان د دولت مسووليت دى؛ خو د يادې کمېشنرۍ په ګډون يو شمېر نړيوالې ادارې په دې هڅه کې دي او بېلابېلې مرستې برابروي، ترڅو په هېواد کې بې ځايه شوي کسان بېرته خپلو سيمو ته ستانه شي.

خو هغه وايي چې لا هم امنيتي ستونزې، د دې لامل شوي چې دغه کورنۍ خپلو سيمو ته ستنې نه شي.

فرهاد د بې ځايه شويو کسانو د شته ستونزو په اړه وويل: ((که په يوه لنډه جمله کې درته ووايم، هغه دا چې، که يوه کورنۍ له خپل کور څخه و وځي، نو هغه به له کومو ستونزو سره مخ شي؟ روښانه خبره ده چې بې ځايه شوي کسان دا مهال د استوګنې د ځاى، کار، خوراک او نورو معيشتي ستونزو سره مخ دي.))

له بې ځايه شويو کډوالو څخه زرګونه کورنۍ يې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې په خېمو او څپريو کې مېشت دي.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، د دې کډوالو شاوخوا شلو ماشومانو د سړې هوا له امله ژوند له لاسه ورکړى دى.

نادر فرهاد وايي، چې يادې ادارې په ټول هېواد کې د بې ځايه شويو کورنيو  ٢٠٠زره تنو سره د غير خوراکي اړينو توکو، لکه کمپلو، کاليو، لوښيو او نورو توکو مرستې کړې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وياند اسلام الدين جرئت وايي، په دې اړه د يادې ادارې ورکړل شوې شمېرې نه ردوي او نه يې هم تاييدوي.

د هغه په وينا، له ياد شوي وزارت سره د ثبت شويو شمېرو له مخې، دا مهال په ټول هېواد کې ٦٤زره کورنۍ بې ځايه شوي، چې ٣٠ سلنه يې د ناامنيو له امله او پاتې نور يې د اقتصادي ستونزو او يا هم طبيعي پېښو له امله بې ځايه شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.