Language

د اروپايي ټولنې د سوداګرۍ خونې کابل کې خپله څانګه پرانسته

کابل(پژواک لومړۍکب٩٠): د اروپايي ټولنې د سوداګرۍ خونه نن په کابل کې پرانستل شوه او په رسمي توګه يې خپل فعاليت پيل کړ

د اروپايي ټولنې د سوداګرۍ د خونې رييس رامان مشرف وويل چې په کابل کې ددې خونې په پرانستلو سره به په سوداګريزو برخو کې افغان او اروپايي سوداګرو ته د پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات ورکړي ترڅو خپل فعاليتونه په منسجم ډول ترسره کړي.

د اروپايي ټولنې د سوداګرۍ د خونې د پرانستلو په جوړ شوي مراسمو کې ددې خونې رييس رامان مشرف(Raman Mushrief)، د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي، د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال او  په کابل د اروپايي ټولنې سفير ويګوداس اوشاتکاس ترڅنګ په کابل کې د يو شمېر اروپايي هېوادونو سفيرانو او لوړپوړيو دولتي چارواکيو ګډون درلود.

د اروپايي ټولنې د سوداګرۍ د خونې رييس وويل چې ددې خونې چارواکي به اروپايي سوداګرو ته د افغانستان د طبعي زيرمو او ددې هېواد د سوداګريزو قوانينو په اړه معلومات هم د هغوى په واک کې ورکړي.

مشرف زياته کړه چې دا اداره به همداراز په افغانستان کې بېلابېلو سوداګريزو بنسټونو ته له اروپايي هغو سره د اړيکو او د همکاريو د پراختيا په برخه کې هڅه وکړي، چې په دې توګه به په افغانستان کې له وړو او لويو پانګونو ملاتړ وکړي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې سفير ويګوداس اوشاتکس وويل چې اروپايي ټولنه له افغانستان سره په پرمختيايي  برخه کې  د اوږدې مودې ملګرې ده.

هغه په افغانستان کې ددې ټولنې دسوداګريزې خونې پر پرانستلو خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه “دا به په سوداګريزه برخه کې له افغانستان سره د يوې نوې پاڼې خلاصول وي” چې په وينا يې د افغانستان سوداګريزې پراختيا لپاره مهمه ده.

 د اوشاتکس په وينا اروپايي ټولنه به په راتلونکې مياشت کې له افغانستان سره د ستراتيژيکو همکاريو سند لاسليک کړي، چې سوداګريزه راکړه ورکړه هم ددې تړون يوه برخه ده.

ده زياته کړه: (( د افغانستان راتلونکى، د افغان سوداګرو په لاس کې دى او اروپايي ټولنه د يوه ملاتړي په توګه ورسره همکاري کوي.))

دده د معلوماتو له مخې تېر کال اروپا ته د افغانستان صادرات دوه برابره زيات شوي چې ٨٠٠ مليونه يورو ته رسېده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي هم په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د سوداګرۍ خونې له پرانستلو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې ددې خونې پرانستل له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د اوږدې مودې اقتصادي همکاريو ښکارندويي کوي.

احدي په افغانستان کې بهرنيو سوداګرو ته د پانګونې شته اسانتياوو ته په اشارې سره  اروپايي سوداګر وهڅول ترڅو په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

هغه وويل چې افغانستان د سيمې او نړۍ په کچه پر واردېدونکيو سوداګريزو توکيو کمه ماليه وضع کړې او همداراز يې دسوداګرۍ بازار ازاد دى، چې ټول بهرني او کورني سوداګر په اسانه کولى شي په دې هېواد کې پانګونه وکړي.