Language

د مزارشريف له سېلاب ځپلو کورنيو سره بېړنۍ مرستې وشوې

مزارشريف (پژواك ٢ كب ۹۰): د بلخ په مرکز مزارشريف کې له سېلاب ځپلو ١٥٠ کورنيو سره د بېړنيو خوراكي توكو او ژمنيو جامو مرستې وشوې.

 تېره ورځ د مزارشريف ښار د حضرت عمر فاروق کارتې په سيمه کې د بارانونو له امله، د اوبو زياتوالي د خلکو کورونه زيانمن او ځينې يې ونړول او خلک د سيمې پرېښودو ته اړ شول.

 د بلخ ولايت له بېړنيو پېښو سره د مبارزې مشر رحمت الله زاهد، نن پژواک خبري اژانس ته د مرستو د وېش پر مهال وويل، چې په دې سيمه کې ١٥٠ کورنۍ زيانمنې شوې دي؛ خو اوس هلته اوبه كمې شوې او د نورې  ورانۍ وېره نه شته.

 دى وايي، چې له هرې يوې يادې کورنۍ سره د لس زرو افغانيو په ارزښت د خوراكي توكو او ژمنيو جامو مرسته وشوه.

 زاهد وويل، چې په دې مرستو کې د هرې كورنۍ لپاره ١٥٠ کيلوګرام غنم، دوه منه دال، څلور بړستنې، لس كيلو غوړي، د ښځو لپاره جاكټونه، څراغونه او د كور نور د اړتيا توكي شامل دي.

 دى وايي، چې دغه مرستې د خوراک نړيوال سازمان، د کډوالۍ نړيوال سازمان، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړيوال صندوق، د ماشومانو ژغورنې موسسې او د کډوالو لپاره د ناروې د کمېټې له خوا برابرې شوې دي.

 حاجي اسلام الدين، چې په پروني سېلاب كې يې كور له منځه تللى او په مزارشريف كې د خپل زوم په كور كې دېره دى، له يادې مرستې خوښي وښوده او ويې ويل: ((٤٠ ساعته وروسته کمک راورسېد، بېګا شپه مو په لمدو جامو او په بدحال كې تېره كړه، ماشومان مو د سينه او بغل په ناروغيو اخته شوي دي.))

 د دې ولايت له بېړنيو پېښو سره د مبارزې مشر وايي، چې د تېرو درېيو ورځو د باراني اوبو له امله راغلو سېلابونو د بلخ ولايت په بېلا بېلو ولسواليو كې هم ۲۵۰ كورونه زيانمن كړي دي.

 هغه وويل، هڅې کوي چې په ټول ولايت كې له سېلاب ځپلو سره مرستې وكړي.

 

Related Topics