Language

کونړ (پژواک ٢ کب ٩٠): په کونړ کې له دولت سره پر ملګري شوي پخواني طالب قوماندان د ناپېژاندو وسلوالو بريد کې د قوماندان يو ملګرى وژل شوى او دوه نور يې ټپيان دي.

د کونړ د سرکاڼو ولسوال شاه محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد وسله والو طالبانو نن له غرمې وروسته په شاوخوا دوو بجو د يادې ولسوالۍ د پشند په سيمه کې کړى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ياد شوى پخوانى طالب قوماندان عبيدالله دوې اونۍ مخکې له نهو کسانو سره له دولت سره ملګرى شوى او په ننني بريد کې ورته زيان نه دى اوښتى.

عبيدالله د دې ولسوالۍ د سحراباد د کلي اوسېدونکى دى.

د سرکاڼو ولسوال وويل، چې د ننني بريد ټپيان د کونړ په مرکز اسعداباد کې د دې ولايت مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.

 د دې روغتون يو ډاکټر محمد فاروق سهاک وايي، چې د يادو ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

وسله والو طالبانو تر دې دمه د دې بريد په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې يوه اونۍ وړاندې د سرکاڼو ولسوالۍ د شونګړۍ په سيمه کې هم ناپېژاندو کسانو، د ياد شوي قوماندان د يوه ملګري کور ته لاسي بمونه واچول؛ خو مرګ ژوبله يې نه درلوده.

Related Topics