کابل (پژواک ٣ کب ٩٠): د لغمان ولايت په دولت شاه ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماين چاودنې د ملي اردو دوه سرتېري ووژل او يو تن يې ټپي کړ .
د لغمان د دولت شاه ولسوال نصيراحمد همت د کب په ٣ مه ، پژاوک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې د يادې ولسوالۍ په زرکمر سيمه کې رامنځته شوې ده .
دلغمان د لومړۍ لوا د دويم کنډک قوماندان ډګرمن شاه علم بغلاني پژواک ته وويل چې په پېښه کې وژل شوي او ټپي سرتېري د دوى د لوا اړوند دي .
هغه وويل چې ياد شوي سرتېري نن سهار د دې ولسوالۍ اړوند امنيتي پوستو ته دا کمالاتو په موخه تللي و ، چې په لاره کې يې د سړک د غاړې ماين لېدلى و .
د سرچينې د څرګندونو له مخې ،يادو سرتېرو غوښتل چې ياد شوى ماين له منځه يوسي، چې ورباندې وچاودېداو مرګ ژوبله يې رامنځته کړه .
هغه وويل چې په وژل شويو کسانو کې يو يې بريدمل دى .
ددې بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى .
دغه راز د يوبل خبر له مخې، همدانن له دولت شاه ولسوالۍ څخه د وسلوالو طالبانو شپږ کسيزه ډله هم د سولې له پروسې سره يوځاى شوه .
د وسلوالو طالبانو د يادې ډلې مشر مولوي عبدالرزاق پژواک خبري اژانس ته وويل : (( د وسلوالو طالبانو د حکومت له پېله تر اوسه له طالبانو سره وو ،خو په دې وروستيو کې مو وليدل ، چې طالبانو د هيواد لپاره هېڅ خدمت ونه کړ ، پرېکړه مو وکړه ، چې له افغان حکومت سره يوځاى شو .))
د لغمان والي محمد اقبال عزيز وويل چې دغې شپږ کسيزې ډلې له ځانه سره ٦ ميله کلاشينکوفونه هم دولت ته تسليم کړي دي .
دياد بريد مسووليت وسله والو طالبانو به غاړه اخيستى دى.
عبيدالله