د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد نن (دکب ٣ مه) پژواک اژانس ته وويل، چې د لاريون له ځايه دوى ته ١١ ټپيان او يو مړى راوړل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي هم نن په جلال اباد کې په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د جلال آباد د هوايي ډګر پر لور لاريون وروسته په تاوتريخوالي واوښت ، چې لاريون کوونکو آيساف ته شپږ تيل وړونکي تانکرونه وسوځول.
نوموړي وويل، چې په همدې لړ کې د لاريون کوونکو او د ننګرهار د هوايي ډګر د ساتونکو ترمنځ شخړه رامنځ ته شوه، چې له امله يې يو لاريون کوونکى ووژل شو او يوولس ټپيان شول.
عبدالزي زياته کړه، چې لاريون کوونکي د جلال اباد ښار او بهسودو ولسوالۍ په بازار کې د دوکانونو ښيښې ماتې کړې دي او پر لار يې د ملکي خلکو موټر هم په کاڼو ويشتلي دي.
دى وايي، چې پوليس ځکه د لاريون کوونکو مخه نه نيسي ، چې ملکي خلکو او لاريون کوونکو ته مرګ ژوبله او مالي زيانونه وانه وړي.
په ننګرهار ، کابل ، پروان او کاپيسا ولايتونو کې وروسته له هغه لاريونونه وشول، چې د بګرام په هوايي ډګر کې د بهرنيو ځواکونو لخوا د څو جلده قرآنکريم د سوځولو خبر ورکړل شو.
خو د آيساف عمومي قوماندان امريکايي جنرال جان الن د دې پيښې له امله د افغانستان له ولسمشر ، حکومت او خلکو څخه بښنه وغوښته او ويې ويل چې د آيساف يو شمېر سرتېرو په بګرام هوايي ډګر کې په غير قصدي ډول د قرانکريم په ګډون يو زيات شمير ديني کتابونه په نامناسب ډول له منځۀ وړي دي .
سپينې ماڼۍ او د امريکا د فاع وزارت هم د دې پيښې له امله د افغانستان له دولت او خلکو بښنه وغوښته.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP