لښکرګاه (پژواک ٣ كب ٩٠): د هلمند امنيتي چارواکي وايي،دوو تنو چې غوښتل يې يو ښوونځى وسوځوي، د ښوونځي د ساتونکي لخوا يو وژل شوى او بل ټپي دى او په خپله ساتونکى هم وژل شوى دى.
د هلمند ولايت د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ د دفتر مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتک د کب په ٣ مه پژواك اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه ۱۲ بجې د لښکرګاه اړوند د بولان په سيمه كې رامنځته شوه.
د ده په وينا، چې لومړى دوه تنه د دولت مخالفين ښوونځي ته ورغلي، د ښوونځي ساتونكى يې وهلى او بيا يې د ښوونځي د سوځولو هڅه كوله.
د هوتك په خبره، دغو کسانو فکر کړى، چې ګواکې ساتونکى يې و واژه، خو ساتونکي له خپلې وسلې په ګټې اخيستو پر هغوى بريد وکړ، يو يې ووژلو او بل ټپي شوى دى.
نوموړي وويل، چې له پېښې وروسته پوليس سيمې ته ورغلل، خو د ياد ښوونځي ساتونکى، چې د وسلوالو لخوا ډېر سخت وهل شوى و، روغتون ته پر لاره د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د هلمند ولايت دپوهنې رييس محمد نسيم ساپي پژواك اژانس ته وويل، چې پر دغه منځني ښوونځي، چې ٧٠٠ زده کوونکي لري، د يوه شرکت له لوري د بيارغونې کار روان دى.
نوموړي زياته کړه، چې د دغه ښوونځي ساتونکي ته د اړوند ساختماني شرکت لخوا د وسايلو د ساتنې په موخه يو ميل کلاشينکوف هم ورکړل شوى و.
ده هم وويل، چې د دغه ښوونځي د ساتونکي لخوا پر ډزو يو بريد کوونکى وژل شوى او بل ټپي دى، خو ساتونکى، د ډېرو وهلو له امله سخت ژوبل شوى و او په روغتون کې يې ساه ورکړې ده.
د لښكرګاه د ايمريجنسي روغتون يوه كاركوونكې د نوم د نه ښودلو په شرط پژواك ته وويل، چې تېره شپه له دې پېښې دوه ټپيان ور وړل شوي، چې يوه د شپې په ١٢ بجې ساه ورکړه او د بل روغتيايي حالت ښه دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP