Language

په شينوارو کې لاريون د ١٨تنوته په مرګ ژوبلې پاى ته ورسېد

چاريکار(پژواک،٣کب ٩٠): د پروان ولايت د شينوارو د خلکو لاريون د بهرنيو ځواکونو له لوري د قرانکريم د سوځولو په غبرګون د ٦کسانو په وژل کېدو او د ١٢نورو په ټپي کيدو سره پاى ته ورسېد.

دوه شپې مخکې راپور ورکړل شوى و،چې د بګرام په هوايي ډګر کې مېشتو بهرنيو ځواکونو څو جلده قران کريم وسوځاوه، چې دا کار په بېلابېلو ولايتونو کې د خلکو له غبرګون سره مخ شو.

د شينوارو ولسوال سيف الله بيدار پژواک اژانس ته وويل،چې دا لاريون نن سهار د يادې ولسوالۍ په مرکز کې پيل او له غرمې وورسته په شاوخوا  ٢بجو پاى ته ورسېد.

د هغه په وينا، ياد لاريون د ولسوالۍ پر ودانۍ د خلکو له بريد وروسته په تاوتريخوالي واوښت او لاريون کوونکي له پوليسو سره ونښتل.

بيدار څرګنده کړه،چې امنيتي ځواکونوهم له ځان څخه د دفاع په موخه پرخلکو ډزې کړي،چې په پايله کې يې شپږ تنه وژل شوي او ١٢نور ټپيان دي.

سرچينې زياته کړه،چې يو شمېر لاريون کوونکي په وسلو سمبال و او پر پوليسو يې د ډبرو او لرګيو په وسيله بريدونه کول.

د شينوارو ولسوال وويل،چې دمګړۍ خلک تيت شوي دي ، خو هغوى د نورو احتمالي لاريونونو لپاره لازم تدابير نيولي دي.

يوه عيني شاهد شايق پژواک ته وويل: ((کله چې پوليسو وليدل،چې خلک د ولسوالۍ پرلور بريد کوي، نو پرهغوى يې ډزې وکړې.))

هغه زياته کړه،چې د لاريون په پاى کې په سيمه کې شپږ مړي پاتې و او يو شمېر نور د خلکو له لوري روغتون ته ولېږدول شول.

همدارنګه دکابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال عبدالمتين پژواک ته وويل،چې د يادې ولسوالۍ د څه باندې ٣٠٠کسانو لاريون له کوم تاوتريخوالي پرته پاى ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده،چې نن سهار د کابل، ننګرهار او کاپيسا په ولايتونو کې هم د قرانکريم د سوځولو د غندلو لپاره لاريونونه وشول، چې د کابل او ننګرهار د لاريونونو په ترڅ کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د يادونې ده،چې ايساف ځواکونو هم منلې وه،چې د بګرام په هوايي ډګر کې د ايساف سرتېرو د قرانکريم په ګډون زيات شمېر ديني کتابونه په غلطه توګه له منځه وړي دي.

په هغه خبرپاڼه کې، چې د يادو ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته رارسېدلي، په افغانستان کې د ايساف ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان الن له خولې ليکي : ((موږ په دې اړه جدي څېړنې کوو او ددې کړنې په اړه يې له ولسمشر، حکومت او دافغانستان له خلکو څخه بښنه غواړم.))

جان الن زياته کړې،چې دا شان کړنه به په راتلونکي کې تکرار نشي.

Related Topics