کابل ښار (پژواک ٤ کب٩٠): نن د تېرې پنجشنبې په پرتله په کابل ښار کې د تېلو بيه راټيټه شوې، خو د بورې بيه يو څه لوړه شوې ده.
د کابل ښار د تايمني د تېلو ټانک يوه کارکوونکې محمدصديق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د يو لېتر ډېزلو بيه ٦٢ او د پټرولو په ٦٠ افغانيو ده.
د هغه په ونيا، تېره پنجشنبې د يو لېټر ډېزلو بيه ٦٤ او د پټرولو ٦٢ افغانۍ وه.
محمد صديق وويل، چې د تېلو د بيې راټيټېدو د لامل په اړه معلومات نه لري.
د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوې پنځوس کيلويي بورۍ برازيلۍ بورې بيه په عمده پلور کې ٥٠ افغانۍ لوړه شوې او په ١٨٥٠ افغانيو پلورل کېږي.
خو هغه زياته کړه، پرته له لومړي درجې پاکستاني اوړو څخه، چې د يوې پنځوس کيلويي بورۍ بيه يې له ٩٨٠ څخه ٩٧٠ افغانيو ته رالوېدلې، د نورو خوراکي توکو د عمده خرڅلاو بيې پر خپل حال پاتې دي.
د سرچينې په وينا، نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوې پنځوس کېلويي بورۍ پاکستانۍ لومړۍ درجې سېله وريجو بيه ٢٥٠٠ افغانۍ، د سپين غر غوړيو د يوه ٥ کيلويي پيپ بيه ٤١٠ افغانۍ، د يو کيلو تور افريقايي چاى بيه ١٩٠ افغانۍ او د يو کيلو اندونيزيايي شنه چاى بيه ١٦٠ افغانۍ ده.
خو د کابل ښار د سرسبزۍ څلورلارې هټۍ وال نورالله، چې په پرچون ډول خوارکي توکي پلوري وايي، چې يوه پنځوس کيلويي بورۍ لومړۍ درجه سېله وريجې په ٢٧٠٠ افغانۍ او يوه پنځوس کيلويي بورۍ برازيلۍ بوره په ٢٠٠٠ افغانۍ پلوري.
ده زياته کړه، چې يوه پنځوس کيلويي بورۍ لومړي درجه پاکستاني اوړه په ١٠٥٠ افغانۍ، د سپين غر غوړيو يو پنځه کيلويي پيپ په ٤٤٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢١٠ افغانۍ او يو کيلو اندونيزيايي شين چاى په ١٩٠ افغانۍ پلوري.
په کابل ښارکې د سون توکو بيې نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر دي.
د کابل ښار په بره کي څلورلاره کې يوه ګاز پلورونکي هدايت الله وويل، چې د تېرې اونۍ په څېر يو کيلو اوبلن ګاز په ٦٠ افغانۍ پلوري.
دا په داسې حال کې ده، چې په شاوخوا دېرشو دولتي هټيو کې يو کيلو ګاز په ٥٥ افغانۍ پلورل کېږي.
د کابل ښار د قلعه چې په سيمه کې د لرګيو يوه پلورونکي فضل محمد هم وايي، چې د تېرې پنجشنبې په څېر نن هم يو خروار بې پوسته بلوط لرګي په ٦٨٠٠ افغانۍ او يو خروار ارچه لرګي په ٦٥٠٠ افغانۍ پلوري.
په تېرو ٧ ورځو کې په کابل کې د سرو زرو بيو هم بدلون نه دى موندلى.
د کابل ښار د مريم لېسې په بازار کې زر پلورونکي عبدالبصير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د يو ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٣٠٠ افغانۍ او د يو ګرام ايراني سرو زرو بيه ١٩٠٠ افغانۍ ده.
د کابل ښار د شهزاده سراى د صرافانو ټولنې مشر محمد امين خوستي د معلوماتو له مخې، نن يو امريکايي ډالر په ٤٩،٤٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارۍ په ٥٤٧ افغانيو اخيستل کېږي.
تېره پنجشنبې يو امريکايي ډالر په ٤٩،٣٥ افغانيو او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٤٧ افغانيو پېرل کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP