Language

د لښكرګاه ښار دبولان ځمکه د سيمې اوسېدونکي خپله خو چارواکي يې دولتي بولي

لښکرګاه( پژواک ٥ کب ٩٠): دلښكرګاه ښار دبولان سيمې اوسېدونکي غوښتنه کوي، چې د دغې سيمې د نوې نقشې په پلي کېدو سره بايد دوى ته پوره حق ورکړل شي، خو چارواکي وايي ، چې دغه ځمکه دولتي ده او هيڅوک يې د ملکيت حق نه لري .

د بولان په لسګونو اوسېدونکو نن د يوې احتجاجي غونډې په ترڅ کې له چارواکو غوښتنه وکړه ، هغه څوک چې دوى يې زرواکي بولي پرېنږدي، چې له دوى څخه ځمکه وګرځوي او که د ښاري پلان له مخې نقشه هم پلي کيږي، نو دوى ته بايد پوره حق ورکړل شي.

د حاجي عبدالقادر په نوم يوتن پژواك خبري اژانس ته وويل چې په ياده سيمه کې ١٣ سوه کورنۍ اوسيږي ، چې هرې کورنۍ د تېرو لسو كلونو په اوږدو كې له دوو تر درې جريبه پورې ځمكه له ځايي وكيلانو او قوماندانانو څخه په بيه اخيستې ده .

نوموړي وويل اوسمهال چې  دځمكو بيې پورته شوي ځايي وکيلانو او قوماندانانو دوى ته خبر وركړى  چې په سيمه کې نوې نقشه پلې کيږي او دوى ته به يواځې د يوه كورځمكه ورکړل شي.

ده وويل چې ۵۰ زره پاكستانۍ كالدارې يې په يونيم جريبه ځمكه كلونه مخکې  وركړي او كور يې پرې جوړ كړى دى.

دجانان په نوم يو بل تن هم پژواك خبري اژانس ته وويل چې كه دا سيمه په ريښتيا هم د ښاروالۍ لخوا نومري كيږي، نو لومړى حق ددوى دى او بايد ځمكه يې ترې وانه خيستل شي.

ده وويل چې په درې سوه زره پاكستانۍ كالدارې يې ياده ځمكه اخيستې، خو نه پوهيږي ، چې ددې سيمې وكيلانو يې په كوم حق د ځمكو د كمولو هڅه پيل كړې ده.

نوموړي وويل هغو وكيلانو، چې پر دوى يې ځمكې پلورلي ژمنه يې كړې وه، چې له دوى څخه به دفاع كوي، خو اوس ددفاع پرځاى له دوى څخه د ځمكو د بېلولو هڅه كوي.

ديار محمد په نوم يوتن د سيمي اوسېدونكي هم وويل چې اوس له دوى سره يواځې د درې بيسوځمكې د وركړې ژمنه شوې په داسي حال كې ، چې دوى هر يو په يوه كوركې تر درې كورنيو زيات ژوند كوي.

دده په خبره ، چې د وكيلانو لخوا داهم ورته ويل شوي چې ددوى په سيمه كې سوداګريز ماركېټونه  جوړيږي او دوكانونه  به يې بېرته  دوى ته وركوي ، خو دوى داخبره نه مني.

دهلمند والي ګلاب منګل هم په دې كار كې ياد وكيلان او د سيمي اوسېدونكي دواړه پړه بولي او وايي چې ددولت دځمكو دپلور اختيار له دولت سره دى نه له وكيلانوسره، ددې سيمې اوسيدونكو ددولت ځمكې بايد نه واى اخيستې  .

والي وويل چې ياده سيمه له پلان سره سم نقشه كيږي او دسيمي اوسيدونكو ته هم ديوه يوه كور لپاره ځمكه وركول كيږي ، خو پاتې ځمكه  به يې نورو اړوكورنيو ته وركول شي.

دلښكرګاه  ښاروال محمد فاضل ساپى هم وايي چې يادو كسانو ددولت ځمكې غصب كړي او بيايې په خلکو پلورلې دي، نو له همدې امله دى وايي چې د ځمکې د غاصبانو لاسونه به ورلنډ کړي.

دده په وينا ، چې ياده سيمه له پخواني پلان سره سم  نقشه كيږي او همدې خلكو ته به هم حق پكې وركول كيږي.

د يادونې ده ، چې ددې ځمكو ترڅنګ په دې ولايت كې د چارواكو په وينا، يو ميليون او اته سوه زره جريبه دولتي ځمكه غصب شوې ده ، چې ۳۰ زره جريبه يې پر دولتي فارمونو پورې اړه لري.