Language

اسعد آباد( پژواک ٥ کب ٩٠): په کونړ او پکتيا  ولايتونو کې مېشتو ژرونالستانو په پکتيکا کې د يوه خبريال د وژنې د غندنې ترڅنګ غوښتنه وکړه ،چې د پيښې عاملين دې د قانون منګلو ته وسپارل شي .

دوه ورځې مخکې په پکتيکا کې د مېلمه غږ راډيو خبريال صمد بهادر زى ددې ولايت په اورګون ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو  لخوا ووژل شو.

 په کونړ کي د ژورنالېستانو دخپلواکې ټولنې مشر نعمت الله کرياب ديوې ناستې پرمهال وويل چې دوى په پکتيکا کې د صمد بهادرزي وژنه په کلکو ټکو  غندي او له مسولينو يې غوښتنه وکړه چې ددې پيښې عاملين دې دقانون منګولو ته وسپاري.

 هغه ټينګار وکړ ، چې دا ډول وژنې به دبيان د ازادۍ او دخلکو دغږ پورته کولو مخه ونه نيسي.

 دکونړ د ملي راډيو تلوېزون رييس محمداصف روفي هم دبهادرزي وژنه د ژورناليزم په ډګر لوى ګذاربولي او دجګړې له ښکيلو خواوو يې وغوښتل چې ژورنالېستان پريږدي چې دخلکو رښتينى غږ پورته کړي. 

 د يو بل خبر له مخې، د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې هم مېشتو خبريالانو او فرهنګيانو د صمد بهادرزي وژنه په کلکه وغندله.

 په دغه ولايت کې د پکتيا پرس کلب مشر احسان الله مهجور پژواک ته وويل چې د دغې پېښې عاملين دې ژر تر ژره په خپله سزا ورسول شي.

 نوموړي وويل چې که د بهادرزي وژونکي په خپل سزا ونه رسول شي ، نو د بيان د ازادۍ دښمنان به نور هم زړور شي او خبريالانو ته  به لا ډير ګواښونه رامنځته کړي .

 دا لومړى ځل نه دى ، چې په هيواد او سيمه کې ديوې رسنۍ استازى وژل کيږي ، بلکې له دې وړاندې هم په هيواد کې دنړيوالو ، هيوادنيو اوسيمه ييزو بېلابېلو رسنيو استازي وژل شوي ،تښتول شوي او دجګړې دښکيلو خواوو لخوا ګواښل شوي دي