Language

د پوليسو او غلو ترمنځ نښته کې درې تنو ته مرګ ژوبله واوښته

مزارشريف (پژواک ٥ کب  ٩٠): د بلخ – کندوز پر لويه لار د پوليسو او وسلوالو غلو ترمنځ د نښتې له امله  درې کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

دخلم ولسوال کريم خان نن(دکب ٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه نښته چې نن سهار د خُلم ولسوالۍ د سړک په اوږدو کې ( چې دا ولسوالۍ دکندوز له قلعه ذال ولسوالۍ سره تړي) يو غل وژل شوى او بل تن يې نيول شوى دى.

 هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى  او بل تن ټپي دى.

دکريم خان په وينا، يوغل له سيمې تښتېدلى او دخلم د مارسلاق په سيمه کې ،د پوليسو لخوا کلابند شوى دى.

نوموړى وايي،چې دا پېښه په فرعي سړک کې ،چې دخُلم ولسوالۍ له قلعۀ ذال سره نښلوي رامنځ ته شوې ده.

 د ولسوال په وينا، يادو کسانو د طالبانو په نوم سيمه کې فعاليت کاوه،چې د مساپرو په ځورولو او وسلوالو غلاو کې ښکېل وو.

هغه يادونه وکړه،چې دې کسانو به تر ډېره د بزګرو او غټو او وړو سوداګرو ،چې له دې سيمې څخه يې ترکاري او غنم  اخيستل، په ځورولو لاس پورې کاوه.

 همدارنګه د خُلم د مارسلاق سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل،چې يادو کسانو د فيضک د ورور په مشرۍ په دې سيمه کې شتون درلود ، چې کله ناکله به عمومي سړک ته را کوزېدل  ، دمساپرو او موټرچلونکو توکي به يې غلا کول.

هغه سړک،چې د بلخ د خُلم ولسوالي له قلعه ذال سره نښلوي ،کندوز ولايت ته ترټولو نږدې  لار ګڼل کېږي.