Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د  کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

کابل ښار(پژواک ٦ کب ٩٠):  په بګرام کې د بهرنيو سرتېرو له خوا د قران کريم د نسخو د سوځولو پېښه او د هغې پر وړاندې له تاوتريخوالي ډک د خلکو غبرګونونه د کابل چاپ ورځپاڼو د دې اونۍ د پيل تر ټولو لويه موضوع ده، خو پر دې سربېره په لندن کې د افغان سولې بهير په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزېرې حنا ربانې کهر څرګندونې او تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان نا معلومه راتلونکې هم د ځينو ورځپاڼو له خوا څېړل شوې ده.

د ويسا ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه کې د قران عظيم الشان د سپکاوي پايلې او په اړه يې غبرګونونه څېړلي او په دې اړه يې د ملي شورا، دولت او خلکو غبرګونونو ته هم اشاره کړې ده.

ويسا ورځپاڼه په دغه نظر ده، چې د دې پېښې پر وړاندې غبرګونونو وښوده، چې د افغانستان د خلکو له ديني او مذهبي احساساتو سره لوبې کول ډېر خطرناک دى او امريکايان که غواړي د افغانستان له خلکو سره ښې اړيکې ولري بايد له دغه ډول احساساتو څخه په بشپړه توګه خبر وي او د خلکو سنتونو، کولتور او اسلامي ارزښتونو ته درناوى وکړي.

د ملي باور ورځپاڼه هم همدا موضوع څېړي او ليکي، چې دغه ځل به يوازې بښنه نه منو، بلکې قران سوځونکي بايد محاکمه شي.

د ملي باور ورځپاڼه د امريکايي چارواکو دغو څرګندونو ته په اشارې سره، چې وايي دا پېښه يوه غلطي وه، پوښتي، چې ترڅو به دوى په غلطۍ کې زموږ دين او عقيدې ته سپکاوى کوي او تر کله به دوى په غلطۍ سره زموږ ماشومان شهيدانوي؟

دغه ورځپاڼه پر افغان دولت غږ کوي، چې د بګرام په زندان کې د قران کريم د سوځېدو پېښه په جدي ډول وڅېړي او هغه کسان، چې دغه کار يې کړى بايد د اسلام او افغانستان له قانون سره سم علني محاکمه شي.

خو د سرنوشت ورځپاڼې بيا د دې پېښې بل اړخ ته اشاره کړې او د قران سوځونې د پېښې په اړه د خلکو د ترخو غبرګونونو په اړه ليکي، دا سمه ده، چې بايد موږ له قران کريم څخه د دفاع لپاره د دغه ډول وحشيانه عمل پر وړاندې بايد چوپ پاتې نه شو، خو بايد له قران کريم څخه د دفاع لپاره د قران کريم د ارشاداتو سره سم عمل وکړو.

سرنوشت ورځپاڼه وړاندې ليکي، چې شايد زموږ دا ډول کړنه په لنډمهال کې د دې ډول وحشيانه کارونو مخنيوى وکړي، خو د اوږدمهال لپاره د ورځپاڼې په خبره په کار ده، چې مسلمانان يو موټى شي، اقتصادي، سياسي او علمي ځواک پيدا کړي او په داسې يوه پياوړي قوت واوړي، چې اسلام دښمنه کړۍ د دې ډول سپکاوي سوچ هم ونه کړي.

د ملي ارمان ورځپاڼه هم قران کريم ته د بهرنيو سرتېرو د سپکاوي پر وړاندې د ترخو غبرګونونو موضوع ته ګوت نېونه کوي او په دې اند ده، چې که چېرې دغه لاريونونه او غبرګونونه سوله ييز واى، نو خلکو به هم د هغو هرکلى کاوه، خو د ورځپاڼې په خبره، په تاسف چې له دې ډول پېښو څخه تر ډېره سياسي او جنايي ګټه پورته کېږي.

د ملي ارمان ورځپاڼه ليکي، چې دا زموږ د مسلمان ولس قانوني حق دى، چې د خپلو مقدساتو د سپکاوي پر وړاندې غبرګون ښکاره کړي، خو د ورځپاڼې په خبره بايد خلک پرې نه ږدي، چې جاهل خلک او پاکستاني مزدوران له دې پېښې ناوړه ګټه پورته کړي.

د خدمتګار ورځپاڼه هم د امريکايي سرتېرو له خوا د قران کريم د سوځولو د پېښې په تړاو غبرګونونو او تاوتريخ والي ته اشاره لري او ليکي، چې د دا ډول مظاهرو سازمان وركوونكي بايد معلوم وي او د لاريون مسووليت او د خلكو د مال او ژوند پر وړاندې امنيتي تضمينونه ومني.

خدمتګار ورځپاڼه دې خبرې ته په اشارې سره، چې که د لاريونونو سازمان وركوونكي معلوم نه وي، نو پټې كړۍ او پټ لاسونه د لاريونونو ترشا مطرح وي، نو په ډېره ساده توګه له دغو لاريونونو ناوړه ګټه پورته كېداى شي، له دولت څخه غواړي، ترڅو هغو لاريونونو ته اجازه ورنه كړي، چې سازمان وروكوونكي يې معلوم نه وي او د پېښو پر وړاندې يې د چا له خوا مسووليت و نه منل شي او يا امنيتي تضمينونه ونه لري.
د هېواد دولتي ورځپاڼه هم له هغه لاريون کونکو، چې غواړي په بګرام کې د قران سوځونې د پېښې په اړه غبرګون ښکاره کړي، هيله لري، ترڅو داسې کړنې ترسره نه کړي، چې د يوې بلې غمېزې د رامنځ ته کېدو سبب وګرځي.

هېواد هم د ملي ارمان په څېر په دغه باور ده، چې د افغانستان دښمنان د خلکو له دغو احساساتو ګټه اخلي او دغه احساسات د يوې بلې غمېزې د را منځ ته کولو په لار کې کاروي.

خو د هشت صبح ورځپاڼه بيا د نورو ورځپاڼو د عادت پر خلاف نن د مېرمن حنا رباني کهر هغه څرګندونو ته اشاره لري، چې وايي د افغانانو په مشرۍ د سولې او خبرو اترو له بهير څخه ملاتړ کوي.

هشت صبح ورځپاڼه په دفع نظر ده، چې د دغه ملاتړ اعلان په دې معنى دى، چې د سولې د خبرو اترو لړۍ چې تر اوسه د امريکايانو له خوا پر مخ بيول کېږي، له سمې لارې کږه او هغه ځاى ته وګرځي، چې پاکستان وکولاى شي په کې مداخله وکړي.

هشت صبح په دې اړه له افغان دولت نه غواړي تر څو د افغانستان د وروستيو کلونو په نا امنيو کې د پاکستان د ونډې په پام کې نيونې سره، پر پاکستان د باور په اړه له احتياط څخه کار واخلي او پرې نه ږدي، چې پر پاکستان د افغانستان ډېره تکيه، له نورو نړيوالو دوستانو څخه د هغې د لرې توب سبب شي.

 او د افغانستان ورځپاڼې يو ځل بيا د خپلو تېرو ګڼو په شان تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان نامعلوم راتلونکى تر څېړنې لاندي نيولى او په دې اند ده، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغانستان له امنيتي، سياسي او اقتصادي پلوه له يوه ناورين سره مخ شي.

دغه ورځپاڼه ليکي، چې افغان دولت بايد د هغو پروګرامونو پر سر د وخت د ضايع کولو پر ځاى، چې رد شوي دي، په ټولنه کې د شته سياسي نظرياتو او د خلکو د غوښتنو په پام کې نيولو سره له اوسني وضعيت څخه رابهر شي، د ټولنې واقعيتونه ومني او د اساسي پروګرامونو په جوړولو او د اوسنيو نيمګړتياوو او نواقصو د سمون لپاره اقدام وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.