Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امريکايي ځواکونو پنځه شپې مخکې د قران کريم څلور نسخې د پروان ولايت د بګرام په هوايي ډګر کې وسوځولې، چې دغه کار د خلکو غوسه راوپاروله او د لاريونونو لامل شوى دى.

د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر لطيف قيومي د کب پر ٦ مه پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته نن د لاريون له سيمې څخه اتلس ټپيان راوړل شوي دي.

د هغه په وينا، په ټپيانو کې د دوو تنو روغتيايي حالت د اندېښې وړ دى او ټپونه يې ژور دي.

يوه لاريون کوونکي شفيق الله پژواک اژانس ته وويل، چې لاريون دا مهال (١٢:٠٠بجې)  پاى ته ورسېد او يو شمېر لاريون کوونکي د لغمان ملکي روغتون ته له خپلو ټپيانو سره د مرستې په موخه تللي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د مهترلام په ښار کې دا مهال له هر څلورلاري او کوڅو سره  د ملي اردو سرتېري او زغروال موټر ولاړ دي او ښار تړلى دى.

د ده په وينا، لاريون کوونکو د ملي اردو پر سرتېرو د کاڼو ګزارونه وکړل او د ملي اردو سرتېرو يې په غبرګون کې هوايي ډزې پيل کړې.

د هغه په خبره، د ملي اردو هوايي ډزې تر نيم ساعت پورې روانې وې، چې کله کله به يې ځمکنۍ ډزې هم پيل کړې.

شفيق الله وايي، چې ټپي لاريون کوونکي ټول د ملي اردو په ډزو کې کې ټپيان شوي دي.

امنيتي چارواکو په دې اړه تراوسه له څه ويلو ډډه کوي.

دغه راز نن (د کب ٦مه) د پنځمې ورځې لپاره سلګونو تنو په کابل، نيمروز، سرپل، د ننګرهار په ښېوې، حصارک، ګوشته او سره رود ولسواليو کې په لاريونونو لاس پورې کړى او اسلامي مقدساتو ته سپکاوى په کلکه غندي او د دغه کار د عاملينو د مجازاتو غوښتنه کوي.

په داسې حال کې، چې دولت د قرآن عظيم الشان د سوځولو پېښې د څېړنې لپاره يو پلاوى ټاکلى دى، د امريکا ولسمشر بارک اوباما ولسمشر کرزي ته د يوه ليک په ترڅ کې د بګرام په نظامي اډه کې قرآن کريم او نورو مذهبي کتابونو ته د سپکاوي له امله د افغانستان له حکومت او خلکو بښنه غوښتې ده.

اوباما ويلي دي، چې د بګرام پېښه قصدي نه وه او په دې اړه يې ولسمشر کرزي ته د څېړنو ډاډ ورکړى دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.