کابل (پژواک ٦ کب ٩٠): ځينې پوځي کارپوهان وايي، په لاريونونو کې ځکه مرګ ژوبله رامنځ ته کېږي، چې له يوې خوا خلک د لاريون په اصولو نه پوهېږي او له بلې خوا پوليس پوره مسلکي نه دي او اړين وسايل په واک کې نه لري.
له تېرو پنځو ورځو راهيسې په پرله پسې توګه په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د قران کريم د نسخو د سوځولو په اعتراض لاريونونه پيل شوي دي.
د خپرو شويو راپورونو له مخې، تراوسه په دې لاريونونو کې د دوو امريکايانو او يوه پوليس په ګډون شاوخوا ٣٠ لاريون کوونکي وژل شوي او تر ٢٥٠ ډېر ټپيان دي.
که څه هم لاريون کوونکي د مرګ ژوبلې پړه پر امنيتي ځواکونو وراچوي، چې له تاوتريخوالي کار اخلي؛ خو ځينې امنيتي چارواکي بيا په لاريون کې د وسله والو شتون او د لاريون کوونکو له خوا پر امنيتي مرکزونو هجوم وروړل د اوښتې مرګ ژوبلې لامل بولي.
خو پوځي کارپوهان بيا د لاريون له اصولو د لاريون کوونکو بې خبري او د امنيتي ځواکونو نه مسلکي توب، دواړه د مرګ ژوبلې د رامنځ ته کېدو له لاملونو بولي.
پوځي کارپوه او د کورنيو چارو وزارت پخوانى مرستيال جنرال عبدالهادي خالد په دې اړه وايي: ((نه زموږ د افغانانو لاريون او خوځښت د خوځښت په ډول دى او نه هم د لاريونو او غونډو فرهنګ ته پام کوو…، کوم قانوني چوکاټ چې د لاريونونو او غونډو لپاره ټاکل شوى دى، په خواشينۍ سره چې افغانان ورته پام نه کوي.))
خالد پژواک خبري اژانس ته وويل، لاريون کوونکي د دې پرځاى چې د خپلو غوښتنو لپاره په سوله ييزه توګه غږ پورته کړي، هڅه کوي له هرې شونې لارې د خلکو او عامه شتمنيو ته زيان واړوي او هم پر امنيتي ځواکونو بريد وکړي.
ده زياته کړه: ((تېره ورځ لاريون کوونکو پر پوليسو حمله وکړه، په داسې حال چې پوليسو خو قران نه وو سوځولى، هغه خو بل چا سوځولى، دوى ولې پر پوليسو حمله کوي؟ پوليس خو د قانون او خلکو ترمنځ يو ځواک دى.))
د راپورونو له مخې، لاريون کوونکو په ځينو ولايتونو کې د دوکانونو ښيښې ماتې کړې او پر لارو يې د ملکي خلکو موټر هم په کاڼو ويشتلي.
په کابل کې هم ځينو لاريون کوونکو د ترافيکو او امنيتي پوستو غرفې ويجاړې کړې او د ځينو شخصي وسايطو د ښيښو ماتولو ترڅنګ يې ان پر خبريالانو هم کاڼي وار کړل.
خالد وايي چې په لومړي سر کې لاريون کوونکي خپله د لاريون پرمهال د نظم ساتلو مسووليت لري؛ هغه څه چې په وينا يې لاريون کوونکي ترې هېڅ معلومات نه لري او يا هم په قصدي ډول نه غواړي ورته پام وکړي.
ده پوليس ګرم وبلل، چې په لاريونونو کې د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره لازمې مسلکي زده کړې نه لري او له بلې خوا د تاوتريخوالي د کنټرول لپاره له لازمو تجهيزاتو کار نه اخلي.
خالد وايي، چې په افغانستان کې په لاريونونو کې د تاوتريخوالي دود فرهنګ او په لاريون کوونکو کې د مخربو او وسله والو کسانو شتون ته په کتو سره، بايد پوليس لا له وړاندې پوره چمتووالى ولري.
ده وويل، که چېرې لاريون کوونکي پر امنيتي ځواکونو او يا مرکزونو هجوم وروړي، بايد امنيتي ځواکونه په لوړه کچه له حوصلې کار واخلي او د وسلې کارول د وروستي حل په توګه وکاروي.
خالد وايي، که چېرې امنيتي ځواکونه د وسلې له کارولو پرته بله لاره پاتې نه وي، بايد پر لاريون کوونکو داسې ډزې ونه کړي، چې د هغوى د مرګ لامل شي.
بل پوځي کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت، که څه هم په افغانستان کې لاريونونه، د تاوتريخوالي له امله لاريون ته ورته نه بولي، هم وايي چې د لاريون کوونکو له خوا پر امنيتي ځواکونو د بريد هڅې بايد امنيتي ځواکونه د وسلو په ډزو شنډې نه شي.
دى د پوليسو له خوا اوښکې بهوونکى ګاز، د رابري مرميو کارول او د اوبو شيندل، د لاريون کوونکو د کنټرولو ښه لار بولي؛ خو زياتوي چې پوليس اړين توکي په واک کې نه لري.
طاقت که څه هم په لاريونونو کې د مخربو او وسله والو کسانو شتون د تاوتريخوالي اصلي لامل بولي؛ خو زياتوي چې د بلوا ضد پوليس بايد له نورو امنيتي ارګانونو، اردو او د ملي امنيت له منسوبينو مرسته وغواړي، ترڅو په لاريون کوونکو کې نفوذ وکړي.
د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي مني، چې د بلوا ضد پوليس د لاريونونو د مهار لپاره لازمې زده کړې او وسايل نه لري.
خو زياتوي چې پوليس د پرمختګ په حال کې دي او هڅه کوي له خپلو ټولو امکاناتو په ګټه اخيستنې لاريون کوونکو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو مخنيوى وکړي.
هغه همداراز په لاريونونو کې د تلفاتو د مخنيوي لپاره له پوليسو سره د لاريون کوونکو د همکارۍ او د لاريون پرمهال له صبر او حوصلې کار اخيستل اړين وبلل.
صديقي په لاريونونو کې د مخربو کسانو شتون، چې غواړي د تاوتريخوالي له لارې د خلکو مالونه لوټ کړي او يا هم امنيتي ځواکونو ته زيان واړوي، د مرګ ژوبلې له مهمو لاملونو وبلل.