محمودراقي (پژواک ٧ کب ٩٠): د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د يوه راکټ د لګېدو له امله دوه ملکي کسان ووژل شول.
د تګاب ولسوال حاجي شاه اقا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته نن( د کب ٧مه) شاوخوا غرمه مهال د ملي ارود پر کتار د وسله والو طالبانو د کمين له امله د دې ولسوالۍ په جويبار سيمه کې رامنځ ته شوه.
د نوموړي په وينا، د دې نښتې پرمهال يو راکټ پر يوه کور ولګېد، چې په ترڅ کې يې د يوې کورنۍ دوه غړي ووژل شول.
سرچينې څرګنده کړه، تر اوسه نه ده جوته چې راکټ د کومې ښکېلې خوا له لوري توغول شوى دى.
د سيمې يوه اوسېدونکي خان محمد پژواک اژانس ته وويل: ((د راکټ د لګېدو له کبله دوه کسان ووژل شول او څلور نور ټپيان شول.))
هغه څرګنده کړه چې د ژوبلو کسانو روغتيايي حالت ښه دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې لس ورځې مخکې هم، د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د يوه راکټ د لګېدو له امله درې ماشومان ووژل شول او پنځه نور ټپيان شوي وو.