لښکرګاه ( پژواک ٧ کب ٩٠ ) : د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې د ترافيكي پېښې له امله درې تنه مړه اولس نورټپيان شوي دي.
ددې ولايت د والي وياند داوود احمدي د کب په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار په شاوخوا نهو بجو د ګرشک ولسوالۍ يخچال په سيمه کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه چې دا پېښه د هرات – کندهار پر لويه لاره د لښكرګاه د دوه لارې او ګرشك ولسوالۍ ترمنځ د يخچال په سيمه كې هغه مهال رامنځ ته شوه ، كله چې يو۳۰۳ موټر له تراكتورسره وجنګېد.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې د ٣٠٣ موټر درې تنه سپرلۍ مړې شوي او لس نور ټپيان دي.
احمدي وايي ، چې د پېښې مړي اوټپيان د امنيتي ځواكونولخوا د ګرشك ولسوالۍ سيمه ييز روغتون ته لېږدول شوي دي.
د والي وياند د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
د ګرشک ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي سيد محمد پژواک ته وويل چې د ٣٠٣ موټر چلوونکي له ډېر سرعت او بې احتياطۍ څخه کار اخلي، چې له امله يې هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي.
دى وايي ، چې له دې مخکې هم پر دې لاره څو ځلې خونړۍ ترافيکي پېښې رامنځته شوې دي.