مزارشريف (پژواک ٧ کب ٩٠): په شمال کې د ايساف ځواکونو قوماندان په بګرام کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د قران کريم سپکاوی نه بښونکې تېروتنه وبلله او له افغانانو يې يو ځل بيا بښنه وغوښتنه.
تېره اونۍ په بګرام کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د قران کريم د سپکاوي په غبرګون کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې له تاوتريخوالي ډک لاريونونه وشول، چې په ترڅ کې لسګونه خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.
په شمال کې د ايساف عمومي قوماندان تورن جنرال مارکوس کنايپ، په بګرام کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د قران کريم سپکاوی وغانده او ويې ويل: ((دا يو نه بښونکې تېروتنه ده او له افغانانو يو ځل بيا بښنه غواړو.))
نوموړي دغه څرګندونې د کب په اوومه، په مزارشريف ښار کې د شمال د مېشت جرمني ځواکونو د قوماندانۍ د بدلېدو په مراسمو کې وکړې.
په دغو مراسمو کې چې د مارمل په کمپ کې د يو شمېر بهرنيو پوځي او ملکي چارواکو په ګډون ترسره شول، په شمال کې د ايساف عمومي قوماندان تورن جنرال مارکوس کنايپ (Markus Kneip) پر ځای تورن جنرال ايريش فيفر (Erich Pfeffer) پر دندې وګومارل شو.
جنرال کنايپ وويل، چې ستره موخه يې له افغانانو سره مرسته ده او د ځواکونو له خوا يې د قران کريم د سپکاوي په څېر غير قانونې کړنې به د دوی ماموريت زيانمن کړي.
نوموړي زياته کړه چې هڅه به وکړي، چې د ورته پېښو مخنيوی وکړي او له افغان ځواکونو سره له نږدې پاتې شي.
د هغه په وينا، په مراسمو کې د افغان چارواکو د نه شتون لامل، په هېواد کې د قران کريم د سپکاوي په غبرګون بېړنی حالت رامنځ ته کېدل دي او زياته يې کړه، چې نه يې غوښتل افغان چارواکي دې په داسې مهمو شرايطو کې د خپل کار له ځايه لرې شي.
جنرال کنايپ په رسنيو کې د جرمني ځواکونو له خوا د تخار ولايت د پرېښودو خبرونه رد کړل او ويې ويل، چې دا يوه لنډمهاله کړنه ده.
نوموړي زياته کړه، چې له تالقانو ښار څخه د جرمني ۵۰ کسيزه ولايتي بيارغونې ډله ځکه ووتله، چې هلته يې د ودانۍ د جوړونې چارې پيلېږي.
د هغه په وينا، دا کار يې د دغه ولايت د والي تقوا او په کابل کې د مسووليت د لېږد پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشوره ترسره کړی دی.
نوموړي وويل چې جرمني ځواکونو دغه ولايت نه دی پريښی او د ودانيو له جوړېدو وروسته به بېرته ورستنېږي.
په شمال کې د ايساف په چوکاټ کې د جرمني ځواکونو نوي ټاکل شوي قوماندان تورن جنرال ايريش فيفر وويل، چې په راتلونکي کال کې به د دوی د ځواکونو جګړه ييز رول په حمايوي رول بدل شي.
نوموړي زياته کړه، چې دی به د دوی ځواکونو له خوا تېرې لاسته راوړنې وساتي او د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
په شمال کې د ايساف ځواکونو قوماندان جنرال کنايپ، تېر کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر دنده ګومارل شوی و، چې د تخار ولايت په مرکز تالقانو ښار کې د يوې چاودنې پر مهال ټپي شوی و.