Language

لښکرګاه (پژواک ٧ کب ٩٠): د هلمند ولايت په مركز لښكرګاه كې د معلمينو د سيمې د يوه پارک د رغولو چارې د ځايي اوسېدونكو په شخصي لګښت د کب په ٧مه، پيل شوې.

د لښكرګاه ښاروال محمد فاضل ساپي، د دې پارک د چارو د پيل پر مهال پژواك خبري اژانس ته وويل چې دغه پارك په اته بيسوو ځمكه كې جوړېږي، چې د رغولو په چارو به يې پنځوس زره  امريكايي ډالره لګښت راشي.

هغه زياته کړه، چې دغه لګښت د سيمې د اوسېدونکو له خوا ورکول کېږي.

ښاروال وويل، چې په دې پارك كې ټولې اسانتياوې په پام كې نيول شوي او په اساسي ډول به په راتلونكو څو مياشتو كې ورغول شي.

د نوموړي په وينا، په لښكرګاه كې شاوخوا ۳۰ پاركونه شته، خو تر دې مهاله يې د ښاروالۍ له خوا هم د جوړولو چارې نه دي پيل شوي او له سوداګرو او د سيمو له اوسېدونكو څخه يې غوښتنه وكړه، چې د خپلو پاركونو په رغولو كې په خپله هڅې وكړي.

ساپي وويل، دا لومړى ځل دى چې ځايي اوسېدونكي د رغولو په چارو كې برخه اخلي.

د همدې سيمې يوه اوسېدونكي محمد قاسم جعفري پژواك اژانس ته وويل، دا هڅه يې ځكه پيل كړه چې له يوې خوا به ياده سيمه پاكه او ښكلې شي او له بل پلوه دوى وېره درلوده، چې د پارك سيمه يې د زورواكو له خوا غصب نه شي.

Related Topics