Language

په ننګرهار کې د چرګانو مارکېټ پرانيستل شو

جلال اباد (پژواک ٧ کب ٩٠): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د چرګانو يو مارکېټ د څلور ميليونه افغانيو په شخصي لګښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د ننګرهار د سپين غر ولسوالۍ د چرګانو د اتحاديې رييس اميرمحمد د دغه مارکېټ د پرانيستلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه مارکېټ يې په يو جريب ځمکه کې په پاخه ډول جوړ کړى دى.

هغه زياته کړه، چې په ياد مارکېټ کې ٤٢ دوکانونه شتون لري او د استفادې په صورت کې به يې د سوداګرو ٥٠ سلنه ستونزې هوارې شي.

د نوموړي په وينا،په دغه مارکېټ کې به يواځې هغه چرګان پلورل کېږي، چې په افغانستان کې دننه توليد شوي دي.

اميرمحمد پر سوداګرو غږ وکړ، چې د پاکستاني چرګانو له پلورلو څخه دې ډډه وکړي.

د ننګرهار د چرګانو يوه پلورونکي نجيب الله پژواک اژانس ته وويل، چې تر دې وړاندې به يې د ننګرهار له بټي کوټ، سره رود او نورو ولسواليو څخه دوکان ته چرګان د پلور په موخه راوړل.

نوموړي د دغه مارکېټ په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې له دغه مارکېټ سره به د جلال اباد ښار د چرګانو د پلورونکو ستونزې تر يوه بريده هوارې شي.

د ننګرهار د ولايتي شورا وکيل ضابط اميرمحمد له سوداګرو وغوښتل،چې خپل چرګان دې له پاکستاني هغو څخه په ټيټه بيه وپلورل شي.

نوموړي زياته کړه، هغه چرګان چې له پاکستان څخه راځي له افغاني چرګانو څخه په ټيټه بيه پلورل کېږي.

امير محمد وويل: ((له يوې مودې راهيسې مو له پاکستان څخه د چرګانو د راوړلو مخه نيولې ده.))

د يادونې ده، چې په ختيځو ولايتونو کي د چرګانو ١٥ سوه فارمونه شتون لري.