Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

کابل ښار (پژواک ٨ کب ٩٠): په بګرام کې د قران کريم د سوځولو په اړه له تاوتريخ والي ډک لاريونونه، د هغې په اړه غبرګونونه او پايلې يې، د دغو پېښو په اړه د ولسمشر کرزي څرګندونې او په کورنيو چارو وزارت کې د دوو امريکايي سلاکارانو وژل کېدل، هغه تاوده موضوعات دي، چې د کابل په نن چاپ ورځپاڼو کې پرې ليکنې شوې دي.

د سرنوشت او ملي باور ورځپاڼې، چې د ډېرو پېښو په اړه ورته نظر لري، په پرونۍ خبري ناسته کې د ولسمشر کرزي څرګندونو ته اشاره کړې او د ده دغه خبرې يې ستايلې دي، چې له خلکو څخه يې د صبر او زغم او د بګرام د ناوړې پېښې د عاملينو د مجازات غوښتنه يې کړې وه.

سرنوشت ورځپاڼه د دې پوښتنې په راپورته کولو سره، چې امريکا رښتيا هم غواړي، چې په افغانستان کې روان لاريونونه پاى ته ورسېږي؟ او د ولسمشر کرزي د خبرو د ستايلو ترڅنګ ليکي، چې امريکا د افغانانو اصلي غوښتنې ته په ځواب نه ورکولو، چې د بگرام د پېښې عاملينو ته بايد سزا ورکړي، دا شک را ولاړ کړى، چې امريکا نه غواړي روان لاريونونه پاى ته ورسېږي.

سرنوشت په دې اند ده، چې ښايي امريکا خپلو موخو ته د رسېدو لپاره په قصدي او شعوري ډول دغه کار کړى او اوس هم د دې پر ځاى چې د دغه بحران د مخنيوي لپاره کار وکړي، هڅه کوي چې دغه بحران اوږد شي.

همدارنګه ملي باور ورځپاڼه په دې اړه ورته نظر لري، دغه ورځپاڼه هم د ولسمشر کرزي دريځ ستايي، خو د بګرام د پېښې په اړه د امريکا د ولسمشر بارک اوباما بښنې غوښتنې ته په اشارې سره ليکي، چې يوازې د بښنې غوښتل نه شي کولاى د افغانانو او مسلمانانو زخمي احساسات ټکور کړي.

ملي باور ورځپاڼه هم په دې اند ده، چې که امريکا او ناټو د بګرام د پېښې عاملينو ته د جزا ورکولو په موخه کوټلي ګامونه وانه خلي، د خلکو احساسات به ساړه نه شي او تر دې به لويې لانجې جوړې کړي.

خو د هشت صبح ورځپاڼه بيا د لاريون کوونکو په منځ کې د ناپېژانده وسلوالو شتون ته ګوته نيسي او دا موضوع د افغانستان او امريکا تر منځ د ستراتيژيکو اړيکو د سند په لاسليکولو پورې تړي.

دغه ورځپاڼه په دې اند ده، چې د لاريون کوونکو په ليکو کې د ناپېژانده وسلوالو ورګډېدل د ګاونډيو هېوادونو د هغه هڅو ښکارونديي کوي چې غواړي د افغانانو له احساساتو څخه په ګټې اخيستنې سره، د افغانستان او د هغه د نړيوالو ملاتړو ترمنځ د درز جوړولو ته زمينه برابره کړي.

هشت صبح ورځپاڼه همدا راز ليکي، چې افغانستان له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د لاسليک په درشل کې دى، خو د ګاونډيو هېوادونو په سياسي او نظامي ادارو کې ځينې خاصې کړۍ هڅه کوي، تر څو په هره ممکنه بڼه د دغه تړون د لاسليک کېدو مخه ونيسي.

د افغانستان ورځپاڼه بيا په افغانستان کې د وروستيو لاريونونو او نورو دا ډول پېښو په يادونې سره په دې اند ده، چې افغان دولت د کړکېچونو د ادارې لپاره لازم مديريت نه لري.

دغه ورځپاڼه پر وروستيو لاريونونو سربېره په هېواد کې نورو ټولنيزو او موسمي کړکېچونو، لکه د ژمي په موسم کې يخکونه او واورې او په پسرلني موسم کې سېلابونو ته اشاره لري او ليکي، چې دولت هر کال د دغه ډول کړکېچونو له حل څخه عاجز پاتې کېږي.

د هېواد او اصلاح دولتي ورځپاڼو هم همدغه موضوع را اخيستې او په افغانستان کې يې له تاوتريخوالي ډکو لاريونونو اغېزې او پايلې څېړلې دي.

هېواد ليکي، چې دښمن نه شي کولاى له وروستيو پېښو ناوړه ګټه پورته کړي او د کورنيو چارو په منځ کې د دوه امريکايي پوځي سلاکارانو وژل کېدو ته په اشارې سره ليکي، چې دښمن په دې ډول کړنو سره غواړي د افغانستان او نړيوالې ټولنې دوستي تر پوښتنې لاندې راولي.

همدارنګه اصلاح ورځپاڼه هم له خلکو غواړي ترڅو په هوښيارۍ سره د تاوتريخوالي او د خلکو مالونو او عامه شتمنيو ته د زيان اړونې مخه ونيسي.

د ماندګاراو ملي آرمان ورځپاڼو، چې تر ډېره د افغان حکومت د سياسي اپوزيسيون له نظرياتو ننګه کوي، په کورنيو چارو وزارت کې د دوو امريکايي پوځيانو وژل کېدل او په دې اړه يې د امريکا او ناټو ځواکونو تُند

غبرګون څېړلى دى.

د ماندګار ورځپاڼه په کورنيو چارو وزارت کې د دوو امريکايي پوځيانو وژل کېدل، د امريکا پر خلاف د پاکستان د جګړې يوه برخه ګڼلې او ليکي، چې نړيوال ځواکونه بايد له دې ډول پېښو سره په مخامخ کېدو سره بايد دومره ژر داسې غبرګون ونه ښيي او د ورځپاڼې په خبره بايد مقابل لوري ته ميدان خالي نه کړي.

د ملي آرمان ورځپاڼه هم د ورته موضوع په څېړلو سره ليکي، چې د افغانستان له دولتي ادارو څخه د ټولو بهرنيو مشاورينو د ژر تر ژره اېستلو په اړه د امريکا او ناتو پرېکړه د سوچ وړ ده.

د ملي آرمان ورځپاڼه د کورنيو چارو له وزارت او نورو اړوند امنيتي ادارو څخه غواړي، تر څو په دې ډول حالاتو کې په هوښيارتيا سره وخوځېږي او دغه ډول بل اقدام لپاره بشپړه تياري ولري.

د ويسا ورځپاڼه بيا په خپله نننۍ ګڼه کې په پرونۍ خبري ناسته کې د ولسمشر کرزي خبرو بل اړخ ته پاملرنه کړې ده او دغه نظر يې څرګند کړى، چې افغان حكومت پر ملي او نړيوال ستېج، خپل رول تثبيتوي.

ويسا ورځپاڼه د افغان حكومت له لوري پر نړيواله ټولنه د خپلې سولې د اجنډا منل، د بُن په دويم کنفرانس کې د افغان حکومت ونډه، له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د لاسليک لپاره پر خپلو شرايطو د دغه حکومت ټينګار او داسې نور ورته مسايل را اخلي او ليکي، دا ټول ښيي، چې له ټولو مجبوريو، بې وسيو، بې كسيو، توطيو او ناخوالو سره افغان چارواكو په تېره ولسمشر او نږدې مخلص ټيم يې خپل ځواك، اصوليت او دريځ تثبيت كړى دى.

خدمتګار ورځپاڼه بيا په خپله نننۍ ګڼه کې د وسلوالو مخالفينو د يوه مشر انجنير حکمتيار خبرو ته اشاره لري، خو په دې اند ده، چې په هېواد كې د سولې لپاره بايد مخالفې وسلوالې ډلې له هغه څه نه چې ورځپاڼه ورته د الفاظو جګړه وايې، راوځي.

خدمتګار ورځپاڼه په داسې حال کې، چې حزب اسلامي د الفاظو په جګړه كې ايسار ګڼي، چې ځمكنيو واقعيتونو ته پاملرنه نه كوي، ليکي، چې په افغانستان كې سوله يوازې د الفاظو له جګړې څخه د ځان خلاصولو او واقعيتونو ته د رجوع له لارې راتلاى شي او د افغان دولت مخالفينو ته په كار ده، چې په دې واقعيت سرونه خلاص كړي.

او په پاى کې د محور ورځپاڼه د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د جوړښت ټکني کېدو ته اشاره لري او ليکي، چې د دغه کمېسيون جوړښت د هغو د دريو کمېشنرانو د کاري مودې تر پاى ته رسېدو او د هغې تر نه اوږدېدو وروسته کنډو دى.

 محور ورځپاڼه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون په جوړښت کې د هغو ډلو ونډې ته اشاره لري، چې ورځپاڼه ورته ټوپک سالاران وايې او په دې نظر ده، چې که د پخوانيو دريو کمېشنرانو پر ځاى بيا هم کمېسيون ته داسې کسان واستول شي، چې د ورځپاڼې په خبره له ټوپک سالارانو سره لاس ولري، نو دا به د خلکو په سترګو کې د خاورې شيندل او له هغو کسانو سره جفا وي، چې په تېرو دريو لسيزو کې يې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.