د کرکټ بورډ د رسنیو یو تن غړی فرید هوتکد کب په ۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې ازموینه کې د ننګرهار ولایت ترڅنګ د ګڼ شمیر نورو ولایاتو څخه شاوخوا ۲۰۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه .
د افغانستان کرکټ بورډ اجرایيوی رییس نسیم الله دانش چې ددې ازموینې دپروسې د څارلو په موخه جلال اباد ته تللی ، وویل چې دغه ازموینه یې د ځوانو لوبغاړو د وړتیا او استعدادونو رابرسیره کولو په موخه په لاره اچولې وه.
هغه زیاته کړه چې دا د ځوانو لوبغاړو لپاره یوه ښه چانس دی ، چې خپله وړتیا وښيی څو په راتلونکي کې وکولی شي د هیواد په ملي لوبډلو کې دلوبیدو چانس ترلاسه کړي.
دانش ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې هم دا ډول پروګرامونه په نورو ولایتونو کې هم په لاره واچوي او له لوبغاړو یې وغوښتل چې له داډول پروګرامونو څخه ګټه پورته کړي.
نوموړي داتصالاتو له مخابراتي شرکت څخه مننه وکړه چې تل یې د کرکټ په برخه کې له کرکټ بورډ سره مرسته کړې ده.
دیادونې وړ ده چې دغه ازموینه د کرکټ د ملي لوبدلې د کپتان نوروز منګل، ملی لوبغاړي کریم صادق، د ټاکنیز کمیسیون دغړیو رییس احمدزی، حاجي ولي امین او دولت احمدزي لخوا واخیستل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP