لښکرګاه (پژواک ٩ کب ٩٠): د هلمند چارواکو په دغه ولايت کې د يوې چاودنې له امله د اوو وسلوالو مخالفينو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د دغه ولايت د والي وياند داوود احمدي د کب په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد مخالفين په نوزاد ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د ملا عبدالله په مشرۍ د طالبانو يوه ډله د ورانکاره کړنو د ترسره کولو په موخه غوښتل له چاودېدونکو توکو ډکه يوه بوشکه موټر ته پورته کړي.
خو احمدي وايي، چې له چاودېدونکو توکو ډکه دغه بوشکه په موټر کې نه ځايېده او مخالفينو د دې بوشکې د پورته برخې د اره کولو هڅه کوله، چې پرې چاودېدلې ده.
نوموړي وويل، چې په دې چاودنه کې ملا عبدالله له خپلو شپږو ملګرو سره ځاى پر ځاى و وژل شو.
د والي وياند زياته کړه، چې په دې پېښه کې درې نور وسلوال طالبان هم ټپي شوي دي.
خو وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.