Language

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

کابل ښار (پژواک ٩ کب ٩٠): ورورسته له هغه چې په کابل او ولايتونو کې قران عظيم الشان ته د سپکاوي په غبرګون کې د خلکو شپږ ورځني له تاوتريخ والي ډک لاريونونه ساړه شول، په کابل کې نن چاپ ډېرو ورځپاڼو د دغو لاريونونو لاسته راوړنې او پايلې څېړلې دي، خو ايران او پاکستان ته د جاسوسۍ په تور د څلورو دولتي مامورينو نيول کېدل هم د ځينو ورځپاڼو توده موضوع ده.

د ويسا ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه کې د تېرو شپږو ورځو پېښو ته په کتنې سره په دې اند ده، دغو ټولو لاريونونو او د تاوتريخ والي پېښو له ځان سره څه درسونه درلودل، چې بايد هغه په ياد کې وساتو.

ويسا ورځپاڼه په خپله سرليکنه کې په دې اند ده، چې د تېرې يوې اونۍ پېښو، په تېره بيا د پارېدلو لاريون كوونكو له خوا په تش لاس پر وسلوالو پوستو د ورختلو هڅې له بهرنيو پوځيانو څخه د افغانانو د کرکې ښه ښکارندويې کوي او وړاندې ليکي، چې تېرې يوې اونۍ غمېزو پېښو، احتجاجونو او ګواښونو اصلي لامل د بګرام په اډه كې هماغه جاهلانه اقدام دى، نړيوال او افغان حكومت دواړه بايد له دې دغه درس واخلي، چې بيا داسې پېښې تكرار نه شي.

ارادې ورځپاڼې د نننۍ ګڼې په سرمقاله کې د بګرام د وروستۍ پېښې پر ضد د خلکو تر لاريونونو وروسته په کابل کې د امريکا د سفير هغه څرګندونې را اخيستې، چې ويلي يې دي، پر امريکا له هر لوري فشارونه زياتېږي.

اراده ورځپاڼه په دې عقيده ده، چې دغو لاريونونو وښودله، چې د افغانستان خلک به په هېڅ ډول اجازه ورنه کړي چې بهرنيان د دوى مقدساتو ته سپکاوى وکړي.

دغه ورځپاڼه هم د لاريونونو په ترڅ کې د تاوتريخوالي د راپيداکېدو لاملونه په هغو لاسوهنو کې ګوري، چې يو شمېر کړى هڅه کوي، څو په افغانستان کې له روانو پېښو څخه خپلو ګټو او موخو ته د رسېدو لپاره مناسب فرصت ترلاسه کړي.

د محور ورځپاڼه بيا ورته موضوع ته د پاملرنې په ترڅ کې په دې عقيده ده، چې که په غبرګونونو کې له حوصلې، ډسپلين او اخلاقو کار واخلو، نو هېڅ کله به مرګ ژوبله رامنځ ته نه شي.

محور ورځپاڼه همدا راز ليکي، چې دغه هېواد (افغانستان) هغه وخت پر پښو درېدلاى شي، چې دښمن يې د يوه مستحکم او پر منطق ولاړ، يو موټى ولس خپلې مخې ته وويني، نه داسې چې د خپلو ارزښتونو په دفاع کې هر ځل په خپلو وينو کې غوپې وهو او دښمنان مو له سپېڅلو احساساتو ناوړه استفاده وکړي.

خو د ماندګار ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د تېرې يوې اونۍ د کړکېچ يو بل اړخ ته ګوته نيولې او تر شپږو ورځو وروسته يې د لاريونونو او تاوتريخ والي کمښت او د ارامښت په اړه له خلکو د ولسمشر کرزي غوښتنه له خپل ليد لوري څېړلې ده.

ماندګار ورځپاڼه په داسې حال کې، چې تر شپږو ورځو لاريونونو او تاوتريخوالي وروسته د ولسمشر کرزي غږ پورته کېدو ته د پوښتنې په سترګه ګوري، په دې اند ده، چې که څه هم دغو لاريونونو ولسي رنګ درلود، خو يو شمېر سياسي کړيو له خپلو خاصو موخو سره د ميدان په ګرمولو کې خپله ونډه درلوده او د دې ورځپاڼې په تحليل، کله يې چې ولېدل کار نازکو ځايونو ته رسېدلى او د دغه پروګرام دوام کولاى شي وضعيت په بشپړ ډول د دوى له کنټرول نه بهر کړي، دغه کړکېچ يې ختم کړ.

د کابل دريو نورو ورځپاڼو (سرنوشت، خدمتګار او ملي باور) خپلې د نن ورځې سرمقالې په دولتي ادارو کې د ايران او پاکستان د جاسوسانو شتون او د هغوى د څلورو تنو نيول کېدو ته ځانګړې کړې دي او دغه خبره يې له بېلابېلو ليد لورو څخه څېړلې ده.

 د سرنوشت ورځپاڼه په دې نظر ده، چې افغانستان له جاسوسانو ډک، خو د دوى لپاره خوندي هېواد دى او په داسې حال کې چې د افغانستان په دولتي ادارو کې د ايران او پاکستان د جاسوسانو له نيول کېدو خوښي څرګندوي، ليکي، چې افغان چارواکي په لومړي ځل په افغان دولت کې دننه د څو جاسوسانو د نيولو خبره کوي، ليکي چې دا خبر هم يوازې يوه بهرني خبري اژانس ته ورکړل شوى، افغان ولس او نورې رسنۍ په دې اړه معلومات نه لري.

سرنوشت ورځپاڼه په دې اند ده، چې په حکومت کې د جاسوسانو شتون يوه خطرناکه مسئله ده او ان جاسوسان دومره زړور شوي، چې په ښکاره د ورځپاڼې په خبره، له خپلو بادارانو دفاع کوي او د ورځپاڼې په تحليل د دغه خطر له منځه وړل د نظام او افغانستان د جوړولو لپاره اړين دى.

 د خدمتګار ورځپاڼه هم د ورته موضوع په څېړلو سره د سرنوشت له ورځپاڼې سره هم نظره ده او ليکي، چې له بهرنيو جاسوسانو د هېواد پاكول د هېواد د خوندي كولو په معنى دى.
خدمتګار ورځپاڼه ليکي، چې له اوږدې مودې د دې ډول يوه اقدام تمه کېده او په دې اند ده، چې که څه هم د افغان دولت پر ضد د پاكستان او ايران په ملاتړ د جګړې منظمه جبهه پرانيستل شوې ده، خو د ورځپاڼې په خبره، په اداره كې د دوى د جاسوسانو شتون او زيان د هغه مخامخ جګړې تر شتون او زيان څو برابره خطرناك دى او د لستوڼي د مار حيثيت لري.

 د ملي باور ورځپاڼه بيا که څه هم د تېرو يادو دوو ورځپاڼو له نظر سره په دولتي ادارو کې د بهرنيو جاسوسانو د شتون د زيانونو په اړه همنظره ده، خو تر ډېره يې ترکيز په دولتي ادارو کې د ايراني جاسوسانو پر شتون ولاړ دى او په دې اند ده، چې ښايي دولت له دې امله د ايراني جاسوسانو پر وړاندې غبرګون نه ښکاره کوي، چې په دولت کې ځيني لوړ پوړي چارواکي له ايران سره اړيکې لري.

د ملي باور ورځپاڼه په کابل کې د ايراني انقلاب د کليزې نمانځغونډې ته اشاره لري او په دې اند ده، چې په دې غونډه کې يو شمېر هغه لوړپوړي دولتي چارواکو ګډون کړى و، چې د افغان مجاهدينو د بري په کليزه کې يې ګډون نه درلود.

 دغه درې واړه ورځپاڼې (سرنوشت، خدمتګار او ملي باور) په دې اړه ورته نظر لري، چې بايد د دغه ډول بهرنيو جاسوسانو په يوازې نيول کېدو بسنه ونه شي او بايد دغه ډول کسانو ته د سختې سزا حکم ورکړل شي.

دولتي ورځپاڼو هېواد او انيس په خپلو نننيو ګڼو کې هرې يوې د افغان سولې له بهير سره د وسلوالو مخالفينو نه همکاري او په ساړه ژمي کې له اړو کسانو سره د لازمې مرستې موضوع را اخيستې او څېړلې ده.

هېواد په داسې حال کې چې په تېره څه موده کې يې د سولې او روغې جوړې لپاره د افغان حکومت دريځ او کړنې يوه يوه ارزولې دي، په دې اند ده، چې وسلوال مخالفين د پرديو په لمسون نه غواړي د سولې له پروسې سره يوځاى شي.

دغه ورځپاڼه په پاى کې دا نظريه مطرح کوي، چې تر دې وروسته به ښه دا وي، چې د سولې لپاره په ژوره توګه فکر وشي او د وسلوالو مخالفينو پر ځاى د هغوى له ملاتړي هېواد سره د سولې لړۍ پيل شي.

 او انيس دولتي ورځپاڼه بيا د ټولنې اړو کسانو ته د لا زياتې پاملرنې اړتيا څېړلې ده.

انيس ورځپاڼه په دې اړه د نړيوالو مرستندويه ټولنو له خوا هغه وړاندې کړاى شوي ارقام او شمېرې را اخلي، چې د سږ ساړه ژمي په ترڅ کې ورته مرګ ژوبله اوښتې او په دې نظر ده، چې د دولتي ارګانونو او نړيوالو مرستندويه ادارو له خوا لازمو اقداماتو او کړنو د ضرر منونکو سيمو د پراختيا له امله ونه شواى کړاى، د دې مرګ ژوبلې له اوښتو څخه مخنيوى وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.