جلا ل اباد (پژواک ٩ کب ٩٠): د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ محکمې په يوه جلسه کې د غلا په تور يو تن پر ١٦ کلن بند محکوم کړ.
د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ څارنوال ميرويس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې باغچه ګل د بهرام جان زوى درې کاله وړاندې د بهسودو ولسوالۍ د يوولسمې ويالې په سيمه کې له خپلو څلورو نورو ملګرو سره د صاحب جان له کوره غلا کړې وه.
هغه زياته کړه، چې د دروازې تر خلاصېدو وروسته يې د کور خاوند صاحب جان او زوى يې ولچک کړل او ورته ويلي يې وو، چې له هوايي ډګر څخه راغلي او کور تلاشي کوي.
نوموړي څارنوال وويل، چې له ياد کور څخه يې يو ميل کلاشينکوف، يو ميل تومانچه، اولس زره افغانۍ، يو لک کلدارې او زر ګرامه سره زر وړي دي.
څارنوال که څه هم له يادو غلو څخه ويډيو هم اخيستې وه، خو د محکمې پر وړاندې يې ښکاره نه کړه.
د تورن مدافع وکيل عبدالمحمد ساپي وويل، چې غلا درې کاله مخکې شوې، خو تورن څه موده مخکې د پوليسو له خوا نيول شوى دى.
هغه زياته کړه، چې باغچه ګل په دې غلا کې هېڅ لاس نه لري.
ساپي د ياد څارنوال دغه خبره هم رد کړه، چې ګوندې له دغه کور څخه زر ګرامه سره زر وړل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، صاحب جان، چې له کور څخه يې غلا شوې ده، نه د سرو زرو دوکان لري او نه هم يو غټ تجار دى، نو زر ګرامه سره زره يې له کومه کړل.
د بهسودو ولسوالۍ د محکمې رييس نېک محمد د څارنوال، مدافع وکيل، تورن او مدعي له خبرو اورېدو وروسته تورن ته د جزاء د قانون د ٤٥٥ مادې پر اساس شپاړس کاله د بند سزا واوروله.
هغه زياته کړه، د دغه کس څلورو نورو ملګرو ته به تر نيول کېدو وروسته هم ورته سزا ټاکي.
باغچه ګل، چې د صاحب جان له کور څخه په غلا تورن شوى، د محکمې پرېکړه له انصافه لرې وګڼله او دا يې رد کړه.
هغه پژواک ته وويل، چې دى له غلو سره هېڅ اړيکې نه لري، د شاتو فارم لري او خپله سوداګري کوي.
خو صاحب جان، چې له کوره يې غلا شوې، وويل، ياد تن، چې د ده له کوره يې غلا کړې وه، غټ غل او قاتل دى.
نوموړي پر تورن د دوو کوچيانو د وژلو تور هم ولګاوه.
د يادونې ده، څو ورځې مخکې د جلال اباد ښار يوې محکمې په علني غونډه کې يو تن د خپلې ښځې د وژلو په تور پر ١٦ کاله بند محکوم کړى و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP