مهترلام (پژواک ٩ کب ٩٠): د لوبې سپورټي روزنیزې موسسې د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د دې ولايت د کرکټ ١٥٠ لوبغاړي وروزل.
دا روزنیز کمپ چې د افغانستان کرکټ بورډ په همغږۍ او په لغمان کې د کرکټ بورډ له استازي سره په ګډه ترسره شو، په کې د شپږو ورځو په موده کې لوبغاړو ته د کرکټ د لوبې ټول مهارتونه وښودل شول.
د لوبې سپورټي روزنیزې موسسې (ایل ایس ټي او) مرستیال زراب شاه زهیر د کب په ٩مه، پژواک خبري اژانس وویل، دا روزنیز کمپ چې شپږ ورځې يې دوام وکړ، نن پاى ته ورسېد.
د هغه په وینا، دا روزنیز کمپ په خپله د ده او د (ایل ایس ټي او) د روزونکو اسدالله خان او محمد عالم کندهاري له خوا پرمخ وړل کېده.
نوموړى وايي چې په دې روزنیز کمپ کې لوبغاړو ته د بېټینګ، فیلډینګ، بالینګ او د کرکټ د قوانینو په برخه کې زده کړې ورکړل شوې.
قاري دین محمد چې د دې ولايت د قرغيو ولسوالۍ له عزیز خان کڅ څخه راغلى و، په دې روزنیز کمپ کې د زده کوونکي لوبغاړي په توګه برخه اخيستې وه.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((پخوا مونږ ړانده وو، اوس بینا شو، موږ د کرکټ اصول زده کړل، مونږ ته یې دا لوبه سمه راوښودل شوه.))
دى وايي چې پخوا دوى هسې هوايي لوبه کوله، خو اوس د دې لوبې په اصولو، قوانينو او تخنيکونو پوه شول او له دې وروسته به مسلکي لوبه کوي.
د (ایل ایس ټي او) چارواکو په لغمان کې د کرکټ بورډ له استازي مننه وکړه، چې د روزنیز کمپ لپاره یې ورته اسانتیاوې برابرې کړې وې.
د يادونې وړ ده چې ایل ایس ټي او تر دې وړاندې په اروزګان، زابل، هرات، کونړ، پروان، کاپیسا، کابل، ننګرهار، کندوز، کندهار او خوست ولایتونو کې هم ورته روزنیز کمپونه جوړ کړي او اوولس سوه ځوانان یې روزلي دي.