Language

لښکرګاه (پژواک ٩ کب ٩٠): د هلمند د ناوې ولسوالۍ په يوه کور کې د چاودنې له امله د دغه کور اوه غړي و وژل شول.

د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ د څانګې مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتک د کب په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون مازديګر ناوخته د سرخ دز په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د دې سيمې په يوه کور کې چاودنه شوې، چې له امله يې يوه ٢٥ کلنه مېرمنه او شپږ نور ماشومان وژل شوي او يو ټپي دى.

نوموړى وايي، چې دغه کور د ملا منان په نوم د طالبانو د يوه ارتباطي کس و، خو دى خپله ترې روغ وتلى دى.

هوتک وايي، چې سيمې ته د څېړنو په موخه پلاوى لېږل شوى، څو معلومه کړي، چې د دغه کور غړو ماينونه جوړول او که پرې کوم توغندويي بريد شوى دى.

وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics