پېښور (پژواک ٩ کب ٩٠): د افغان ژورنالېستانو دېرش کسيزې ډلې د افغاني رسنيو او ژورنالېستانو پر وړاندې د پرتو خنډونو هوارولو په موخه د خيبر پښتونخوا له والي او د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري له وياند فرحت الله بابر سره غونډه وکړه.
د افغانستان د ميديوتيک مشر حميدالله ځاځي دکب په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغان ژورنالېستانو په غونډه او ماښامنۍ مېلمستيا کې والي مسعود کوثر ته په خيبر پښتونخوا کې د افغان ژورنالېستانو او ولسي وګړيو هغه اندېښنې څرګندې کړې، چې د دغه هېواد پوليس يې ترسره کوي.
هغه زياته کړه، له والي غوښتنه وشوه، چې د ډيورنډ کرښې د دواړو غاړو ژورنالېستانو ترمنځ د مسلکي اړيکو او تګ راتګ په اړه دې له افغان دولت سره په ګډه ګامونه پورته کړي.
د نوموړي په وينا، له مسعود کوثر يې دا هم وغوښتل، چې د افغان ژورنالېستانو د علمي کچې لوړاوي په موخه دې په پېښور پوهنتون کې ورته ځانګړې برخه ورکړل شي.
ځاځي زياته کړه، چې افغان ژورنالېستانو دپاکستان له دولته وغوښتل،چې دافغاني تلويزيونو د خپرونو پر وړاندې پرتې ستونزې دې هوارې کړي.
نوموړى وايي، چې پاکستان وخت ناوخته د افغاني تلويزيونونو په خپرونو بنديز لګوي، چې دغه چاره د دواړو غاړو رسنيو او ژورنالېستانو ته ننګونې را پيدا کوي.
د پاکستاني ولسمشر وياند فرحت الله بابر راغلو ژورنالېستانو ته ډاډ ورکړ، چې غوښتنې او وړانديزونه به يې له ولسمشر زرداري سره شريکوي.
بابر زياته کړه،چې د قبايلي سيمو او افغانستان ژورنالېستان دې د ميديوتيک په چوکاټ کې دويمه غونډه په اسلام اباد کې جوړه کړي او دى چمتو دى، چې له ولسمشر سره يې مخامخ کښېنوي.
د ولسمشر وياند وويل، چې د ګډ دښمن پر ضد جګړه کې د افغان او قبايلي ژورنالېستانو رول ډېر مهم دى او ژمنه يې وکړه، چې له قبايلي سيمو به د ترهګرۍ داغ پاکوي او په دغو سيمو کې به د بيارغونې لوى خوځښت رامنځته کړي.
د خيبر پښتونخوا والي مسعود کوثر د پوليسو له لوري د ځينو افغانانو تنګول فردي عمل وباله.
نوموړي زياته کړه: ((زه له تاسو سره سل په سله کې موافق يم، چې په ګډو ناستو د تګ راتګ ستونزې هوارېږي.))
مسعود کوثر وويل، چې د افغانستان او پاکستان دولتونو د سيمې مسايل درک کړي، امن ته تر ټولو لومړى ترجيح ورکوي او غواړي خپلې پرتې ستونزې په خپله هوارې کړي.
د يادونې ده، د پېښور او افغانستان د ژورنالېستانو دوه ورځنى کنفرانس د پېښور په پوهنتون کې جوړ شوى، چې نن (سې شنبې) ورځ به پاى ته ورسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP