ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د اولمپيک سراسري سيالۍ ترسره کېږي

کابل (پژواک ٩ کب ٩٠): د اولمپيک ملي کمېټه د لوبغاړو ترمنځ د لا زيات يووالي په موخه په کابل کې د اولمپيک سراسري سيالۍ په لاره اچوي.

د اولمپيک د ملي کمېټې مشر محمد ظاهر اغبر پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى په پام کې لري، ترڅو د راتلونکي کال په دوبي کې د “المپيک کابل” تر نوم لاندې سراسري سيالۍ په لاره واچوي.

نوموړي زياته کړه، چې د کابل د اولمپيک په سياليو کې د هېواد له لوبغاړو سربيره، په بهر کې کډوال لوبغاړي به هم راوبلل شي.

د اغبر په وينا، دغه سيالۍ به د ښاروالۍ او امنيتي ارګانونو په مرسته د کابل په بېلابېلو ورزشي لوبغالو کې ترسره شي.

د اولمپيک د ملي کمېټې مشر زياته کړه، چې د دغو سياليو لګښت به د اولمپيک د ملي کمېټې له خوا د سوداګرو او له هېواد نه بهر د خپلواکو ورزشي ټولنو په مرسته تامين شي.

د نوموړي په وينا، ټاکل شوې د افغان سوک وهونکي حميد رحيمي سيالي له يوه امريکايي سيال سره يې په کابل کې ترسره شي.

رحيمي څو ورځې مخکې خپل بيلاروسي سيال ته ماتې ورکړه او د سوک وهنې د نړيوالې اتحاديې  (WBU)د سياليو اتلولي يې ترلاسه کړه.

اغبر وويل: ((موږ چمتو يو، ترڅو د رحيمي او د هغه امريکايي سيال، سيالي په افغانستان کې ترسره کړو.))

د اولمپيک د ملي کمېټې رييس که څه هم چې د رحيمي د امريکايي سيال نوم وانخيست؛ خو ويې ويل، چې دغه امريکايي سوک وهونکى به ډېر ژر افغانستان ته راشي او د دې سيالۍ زمينه به هم برابره شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.