کابل ښار (پژواک ١٠ کب ٩٠): د کابل د نن چاپ ورځپاڼو بېلابېل موضوعات څېړلي دي، چې د افغانستان د سولې د پروسې بهير، د افغان امنيتي ادارو او ځواکونو پياوړتيا، د جاسوسۍ په تور د څو تنو نيول کېدل او په کابل کې د اېکو سازمان د غړو هېوادونو ناسته او داسې نور يې مهم سر ټکي شمېرل کېږي.
د چراغ ورځپاڼې په نننۍ سرليکنه کې له دولت سره د دښمنۍ په اړه د وسلوالو مخالفينو کړنې يادې کړې او په تېره يې د کورنيو چارو په وزارت کې د دوو امريکايي پوځي سلاکارانو د وژل کېدو پېښې ته ګوته نيولې او په دې نظر ده، چې وسلوالو مخالفينو په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د رسمي خبرو اترو د پيل تر اعلان وروسته اوس د افغان دولت اعتبار ته د زيان اړولو پرېکړه کړې ده.
چراغ ورځپاڼه په دې نظر ده، چې يوې خوا ته وسلوال مخالفين له دولت سره دښمني کوي، خو دغه لړۍ د افغانستان د نړيوالو دوستانو له خوا هغه وخت پياوړې کېږي، چې د ورځپاڼې په خبره، د دښمنانو د ګواښونو پر وړاندې سر ټيټ کړي او بې صبره شي.
د هشت صبح ورځپاڼې بيا په نننۍ ګڼه کې د څارنوالۍ له خوا له سړي تښتوونکو سره د لاس لرلو په تور د افغان پارلمان د مشرانو جرګې د يوې غړې احضار ته ګوته نيولې او په دې نظر ده، چې ولسمشر کرزى په خپل انتخاب او انتصاب کې له غور او پاملرنې څخه کار نه اخلي او داسې کسان پر دندو ګوماري، چې له لازمې وړتيا برخمن نه وي.
هشت صبح ورځپاڼه په داسې حال کې چې د سولې د عالي شورا ځينې غړي له وسلوالو مخالفينو او تروريستانو سره په همکارۍ او د کابينې ځيني غړي د بيت المال په لوټولو تورنوي او د مشرانو جرګې د انتصابي غړې په اړه وروستۍ اوازې را اخلي، دا ټول د ولسمشر په ضُعف اوکمزورتيا پورې تړلي ګڼي، چې د ورځپاڼې په خبره، له خلکو سم شناخت نه لري.
د ملي آرمان او ماندگار ورځپاڼو بيا په خپلو نننيو سرليکنو کې د ملي امنيت ادارې له خوا ګاونډيو هېوادونو ته د جاسوسۍ په تور د څو تنو نيول کېدل څېړلي او دواړو ورځپاڼو د ملي امنيت د ادارې دغه کار د ستاينې وړ ګڼلى دى.
ملي آرمان ورځپاڼه په دې نظر ده، چې ښايي د ملي امنيت د رياست له خوا دا نوى اقدام د وطن پلورونکو جاسوسانو د ټغر ټولولو په موخه د ټولو افغانانو لپاره يوه د منلو وړ لړۍ پيل وي او هيله څرګندوي، چې دا لړۍ به دوام مومي، ترڅو د ورځپاڼې په خبره تر دې وروسته په دغه ملک کې جاسوسان هم يوه وېره له ځان سره ولري.
همدارنګه د ماندګار ورځپاڼې په همدې موضوع ليکنه کړې او وايي، چې د سيمې هېوادونه نه يوازې د افغانستان په دولتي ادارو کې د جاسوسانو د کارولو په لټه کې دي، آن چې په ټولنه کې يې هم د دغه ناوړه کار له ترسره کولو څخه ډډه نه ده کړې.
ماندګار ورځپاڼه په داسې حال کې چې په دولتي ادارو او ټولنه کې د دغه ډول جاسوسانو شتون يوه ننګونه ګڼي، په دې نظر ده، چې د دغې ننګونې مخنيونه ډېره قرباني غواړي او دا قرباني د ورځپاڼې په خبره يوازې د خلکو د خادمانو او فداکارو وګړو له خوا ورکول کېداى شي.
د ويسا ورځپاڼه بيا په خپله نننۍ ګڼه کې د دغه هېواد د امنيتي راتلونکې د تضمين خبره را اخلي او په وروستيو پېښو، په تېره بيا د کورنيو چارو په وزارت کې د دوو امريکايي سلاکارانو پر وژل کېدو د بحث په ترڅ کې د افغانستان د امنيتي ادارو، په تېره بيا د ملي دفاع وزارت او کورنيو چارو وزارت د کمزورتياوو اصلي لاملونه يې څېړلي دي.
ويسا په داسې حال کې، چې په دې نظر ده، چې زموږ د نظام او په هغو كې د امنيتي سكټور د پياوړتيا اصلي اړخونو ته لږ پام شوى دى ليکي، چې زموږ هېواد او ولس، ملي ګټو او د هېواد خپلواكۍ او ارزښتونو ته ژمن ملي پوځ او امنيتي ارګانونو ته اړتيا لري.
د ملي باور ورځپاڼه بيا په دې اند ده، چې د سولې روان بهير د امريکا له خوا له ګواښ سره مخ دى.
دغه ورځپاڼه په داسې حال کې، چې له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو اترو او له افغانستان سره د ستراتيژيکو اړيکو د تړون پر سر د امريکا ټينګار ته اشاره کوي، په دې اند ده، چې د قران سوځونې او د شپي په عملياتو کې د بې ګناه ماشومانو او ښځو د وژنې په اړه د امريکايي سرتېرو کړنې په واقعيت کې هغه ګواښ دى، چې د افغانستان د سولې بهير ورسره مخ دى.
د سرنوشت ورځپاڼه هم د هغو بحثونو نچوړ څېړلى دى، چې د افغانستان په اړه د امريکا د سياست د بدلون او له وخت نه مخکې له افغانستانه د امريکايي سرتېرو د وتلو په اړه ترسره کېږي.
د سرنوشت ورځپاڼه هم د ملي باور ورځپاڼې په څېر په دې عقيده ده، چې د قران کريم د نسخو سوځونه او د امريکايانو نورې دې ته ورته کړنې به، چې د ورځپاڼې په خبره، په افغانستان کې د تاوتريخوالي له زياتېدو سره مرسته کوي، په افغانستان کې داسې يو حالت راولي، چې د افغانستان خلک او افغان دولت به له امريکا د بدلون او له دغه هېواد څخه د وتلو غوښتنه وکړي.
د خدمتګار ورځپاڼه بيا نن د وسلوالو طالبانو د يوه وياند هغو خبرو ته اشاره لري، چې له رسنيو سره يې په خبرو کې ويلي دي، چې كه يې دغه ځل واك ترلاسه کړ، نو د تېر ځل غوندې به له خلكو سره سختي نه كوي.
دغه ورځپاڼه د طالبانو دوياند پردې څرګندونو دبحث په ترڅ کې په دې نظر ده چې طالبان د قطر له خبرو د واك د معاملې په لټه كې دي او خپل ارمان د تكتيك په توګه كاروي.
د محور ورځپاڼه بيا په جينوا کې د ملګرو ملتو سازمان د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د ايران د بهرنيو چارو د وزير هغه څرګندونو ته ګوته نېولې، چې له دې شورا يې غوښتي وو، ترڅو د امريکايي سرتېرو له خوا د قران سوځونې پېښه د دې شورا له خوا وغندل شي.
محور ورځپاڼه په دې نظر ده، چې ولې ايراني چارواکي په خپل هېواد کې دغه پېښه په همدومره توندۍ نه غندي او په دوام کې دا نظريه مطرح کوي، چې ايراني چارواکي د تېر په شان بيا هم غواړي له امريکا سره خپله سياسي لوبه د افغانانو له پاکو احساساتو څخه په ناوړه ګټې اخيستنې سره پر مخ بوځي.
او په پاى کې انيس او هېواد دولتي ورځپاڼو په کابل کې د اېکو سازمان د غړو هېوادونو غونډې ته اشاره لري او په دې نظر دي، چې په کابل کې د دې غونډې جوړښت ځانګړى ارزښت لري.
د انيس ورځپاڼه ليکي، چې په کابل کې د اېکو سازمان د غړو هېوادونو شپږمه کلنۍ غونډه، په سيمه ييزو فعاليتونو کې د افغانستان د ګټورې ونډې پر شتون دلالت کوي.
او هېواد ورځپاڼه هم د اېکو سازمان د دې ناستې موضوع ته په پاملرنې سره، چې په کې په غړو هېوادونو کې د طبيعي پېښو له امله زيانونو ته ځانګړې شوې ده، ليکي، چې له طبيعي پېښو سره د مبارزې لپاره د سيمې په کچه د همغږۍ د يوه مرکز پرانيستنه د اړتيا وړ او نېک ګام دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP