Language

لښکرګاه (پژواک ١٠ کب ٩٠):د هلمند دګرشك ولسوالۍ اوسېدونكي وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د انسان تښتونې پېښې زياتې شوي او په تېرو څو ورځو کې د تښتونې شپږ پېښې ثبت شوې دي.

د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونكي حاجي شراف الدين پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د انسان تښتونو ترڅنګ نورې امنيتي پېښو هم ځايى اوسېدونكي اندېښمن كړي دي.

هغه زياته کړه، چې پخوا په دې ولسوالۍ كې ترهګريزې پېښې زياتې وې، خو اوس د نا مسوولو ډلو له ډېروالي سره سم د انسان تښتولو د پېښو كچه لوړه شوې ده.

د ده په خبره، چې له همدې امله د ګرشك ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونكي خپل اولادونه ښوونځيو ته له دې وېرې،چې د تښتوونكو لخوا به وتښتول شي، نه لېږي.

د حاجي قدوس خان په نوم د ګرشک يوه بل اوسېدونکي پژواک ته وويل : ((په ګرشك ولسوالۍ كې له تېرې يوې مياشتې راهيسې يو ډول وحشت پروت دى او خلك سخت په وېره كې دي.))

نوموړي ادعا وکړه،دا چې د دې سيمې امنيتي مسوولين د دې ډول پېښو پر وړاندې لازم اقدامات نه کوي، نو په دغو پېښو کې د لاس لرلو شک پرې کېداى شي.

نوموړي وويل، چې تېره ورځ هم په يوه كرولا موټر كې غير مسوولو وسلوالو، چې شخصي جامې يې پر تن وې، يو ماشوم وتښتاوه او څو ساعته وروسته يې له كورنۍ د درې ميليونه پاكستانۍ كلدارو غوښتنه وكړه.

د ګرشک ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى عبدالغفور وايي، چې د انسان تښتوونکو او نورو نا امنيو له امله د دغه ځاى د عامو اوسېدونکو ترڅنګ د سوداګرو پر کارو بار هم بده اغېزه کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې كه امنيتي مسوولين د دغه كار د مخنيوي لپاره هڅې ونه كړي، نو لرې نه ده، چې له دې ولسوالۍ څخه به ډېر سوداګر او شتمنې كورنۍ تېښته وكړي.

د ګرشك ولسوال حاجي محمدسليم رودي پژواك خبري اژانس ته ومنله، چې په تېرو څو ورځو کې په دې ولسوالۍ کې د انسان تښتونې شپږ پېښې ثبت شوې دي.

هغه زياته کړه، چې په دې اړه دوى امنيتي مسوولينو ته دنده سپارلې، تر څو د انسان تښتونو مخه ونيسي او د دغه كار عاملين پيدا او د قانون منګلو ته يې وسپاري.

د يادونې ده، څو كاله مخکې هم په لښكرګاه، ګرشك او نورو ولسواليو كې د انسان تښتونو پېښې زياتې شوې وې، خو د دغو ډلو له نيولو سره يو ځاى د خلكو ستونزې هوارې شوې وې.

Related Topics