جلال اباد (پژواک ١٢ کب ٩٠): د ننګرهار سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې درې وسله وال مخالفين په هوايي بريد کې وژل شوي دي.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال نعمان هاتف، نن (د کب ١٢مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه وسله وال مخالفين په بټي کوټ کې تېره شپه د ملي اردو او ايساف ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د ډګروال هاتف په وينا، د وژل شويو کسانو جسدونه د بټي کوټ امنيه قوماندانۍ ته سپارل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې له دغو مخالفينو څخه شپږ کلاشينکوفونه، يوه پيکا، يو (ار پي جي) راکټ او يوه تومانچه هم لاس ته راغلې ده.
د بټي کوټ ولسوال حاجي زلمي پژواک ته وويل چې دغه درې وسله وال مخالفين، تېره شپه په ١٢بجو هغه مهال په هوايي بريد کې په نښه کړاى شول، چې د ګډو ځواکونو پر کاروان يې د دغې ولسوالۍ د چهاردې په سيمه کې بريد وکړ.
ولسوال زياته کړه چې په وژل شويو کسانو کې، يو تن د لوګر او دوه نور د ننګرهار ولايت اوسېدونکي دي.
وسله وال طالبان په بټي کوټ کې د بمبار له امله د خپلو څلورو ملګرو وژنه مني؛ خو ايساف ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کوي.
د دوى يوه وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دغې ولسوالۍ په چهارده سيمه کې د ايساف پر ګزمې بريد کړى، چې په ترڅ کې يې د ايساف دوه زغروال ټانکونه ويجاړ او درې بهرني سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
ايساف تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
هېره دې نه وي چې درې ورځې وړاندې د ننګرهار په پچير اګام ولسوالۍ کې هم، څلور وسله وال د ماين خښولو پرمهال د ايساف ځواکونو په بريد کې وژل شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP