جلال اباد (پژواک ١٤ کب ٩٠): د ننګرهار امنيه قوماندان وايي چې دوى ته له لويې څارنوالۍ او کورنيو چارو وزارت څخه د ولايتي شورا د مخکني مشر جمال قدير د نيولو حکم شوى دى.
امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالله ستانکزي د کب په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې اړه يې ټولو امنيتي ارګانونو ته امر کړى ، څو د جمال قدير د استوګنې ځاى تشخيص او بيا به يې پر ضد عمليات ترسره کړي.
له دې مخکې پرون لويې څارنوالۍ د ننګرهار د ولايتي شورا د پخواني رييس جمال قدير د نيولو حکم کړى او د هغه په نيولو کې مرسته کوونکي ته ١٥٠زره افغانۍ انعام اعلان کړى دى.
د لويې څارنوالۍ لخوا پرون (د کب ١٣مه) د انيس دولتي ورځپاڼې په وروستۍ پاڼه کې په دې اړه يوه اطلاعيه خپره کړې، چې په کې راغلي دي: ((د ننګرهار د ولايتي شورا پخوانى رييس جمال د حاجي عبدالقدير زوى، چې په يرغمل نيونه، انسان تښتونه، د لارې په شکولو او د عامه نظم د امنيت په ګډولو تورن دى، له يوې مودې راهيسې فراري او ځان پوليسو ته نه تسليموي.))
په دې اطلاعيه کې لويې څارنوالۍ ويلي، چې د عدالت د تامينولو او د ياد شوي تورن ، چې د خلکو د ازارولو لامل شوى، محکمې ته د راکشولو په موخه، هغه خلک چې د جمال په نيولو کې مرسته وکړي، ١٥٠زره افغانۍ نغد انعام ورکوي.
لويې څارنوالۍ ويلي،د هغو کسانو هويت نه په ډاګه کوي،چې د جمال په نيولو او يا پوليسو ته په سپارلو کې مرسته وکړي.
د ننګرهار ولايت د استنياف څارنوالۍ رييس عبدالقيوم پژواک اژانس ته وويل، چې تراوسه دوى ته له کابل څخه کوم مکتوب نه دى استول شوى.
د ننګرهار د ولايتي شورا يو غړى ذبيح الله زمرى بيا پر جمال قدير لګېدلي ټول تورونه ردوي او وايي، چې مخالفينو يې پر وړاندې دسيسې جوړې کړې دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې جمال قدير په ننګرهار ولايت کې مېشت دى او ولايتي شورا ته هم تګ راتګ کوي.
د يادونې ده، چې جمال قدير د ولايتي شورا د اوسنۍ دورې د دويم کال د رييس په توګه دنده ترسره کړې او د تېرې مياشتې په ټاکنو کې يې رياست له لاسه ورکړ.
دوه مياشتې مخکې د ننګرهار ولايت يوه سوداګر ويلي و، چې د جمال قدير وسلوالو يې پر فابريکې بريد کړى، کارکوونکي يې وهلي او ماشينونه يې مات کړي دي.
نوموړي زياته کړې، چې يو شمېر وسلوال په دې ولايت کې له سوداګرو باج هم اخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP