کابل (پژواک ١٤ کب ٩٠): د ملي امنيت رياست وايي، د هغو څلورو کسانو دوسيې چې د سيمې د هېوادونو استخباراتي ادارو ته د جاسوسۍ په شک د ياد رياست د منسوبينو له خوا نيول شوي، لويې څارنوالۍ ته استول شوې دي.
د ملي امنيت د لوى رياست وياند لطف الله مشعل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له يادو کسانو څخه د ملي امنيت پلټنې بشپړې شوې او د هغوى دوسيې نن د لا زياتو څېړنو په موخه لويې څارنوالۍ ته واستول شوې.
خو نوموړي په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.
د ملي امنيت رياست ويلي دي، چې له نيول شويو کسانو څخه يو تن د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د اسيايي څانګې کارکوونکى دى او درې نور کسان د ننګرهار او هرات په ولايتونو کې دولتي کارکوونکي دي.
سرچينې ويلي، چې دغه کسان د سيمې هېوادونو (پاکستان او ايران) د استخباراتي ادارو لپاره د جاسوسۍ په شک نيول شوي دي.
د ملي امنيت رياست د وياند په وينا، يادو کسانو محرم اسناد د سيمې د استخباراتو د ادارو په واک کې ورکول.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم د جاسوسۍ په شک د خپل يوه کارکوونکى نيونه تاييد کړې ده.