په افغانستان كې د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن، دغه خبرې نن (د کب ١٥مه) هلمند ولايت د يو سفر په ترڅ كې وکړې.
نوموړي له چارواکو سره تر ليدنې وروسته په خبري ناسته کې وويل، چې د هلمند ته يې د راتلو موخه د بهرنيو سرتېرو ترڅنګ له افغان سرتېرو څخه ليدنه وه.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې كه افغانان بيا هم له دوى څخه وغواړي، نو له ۲۰۱۴ زېږديز كال څخه وروسته به هم د دوى ځواکونه پاتې شي او د امنيت په ټينګښت كې به خپلو مرستو ته دوام وركړي.
د ده په وينا، موخه يې په دې هېواد كې تلپاتې سوله ده او په هرو امكاناتو چې وي، افغانانو ته به د هوسا ژوند د برابرولو هڅې كوي.
دى وايي، چې افغان ځواكونه اوس مهال د مسلك له پلوه ښه شوي دي او د دې وړتيا لري، چې د بهرنيو ځواكونو په نه شتون كې امنيت وساتي.
الن زياته کړه، چې په دې ولايت كې اوس مهال امنيت تر ډېره ښه شوى او لامل يې د افغان ځواكونو پرله پسې روزنه ده.
د ناټو قوماندان وايي، چې له افغان دولت سره په خپلو پخوانيو ژمنو ولاړ دي او په هره برخه كې چې له دوى څخه وغواړي، مرسته به ورسره كوي.
جنرال جان الن، چې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مرستيال فرهاد الله فرهاد هم ورسره و، هلمند ته د خپل سفر په ترڅ كې د هلمند له والي محمد ګلاب منګل سره په دې ولايت كې د سولې هلې ځلې او ښې حكومتوالۍ ستاينه وكړه.
په خبري ناسته کې د هلمند والي وويل، چې په دې ولايت كې د سولې له پروسې څخه راضي نه دى، په دې برخه كې دې هڅې زياتې شي او ايساف ځواكونه بايد په کې پوره مرسته وكړي.
د نوموړي په وينا، نړيواله ټولنه هم بايد په دې برخه كې مرسته وكړي، ترڅو هغه لاسته راوړنې چې د تېرو كلونو په اوږدوكې ترلاسه شوې دي، بېرته له لاسه ورنه كړي.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې هلمند ته د انګلستان د دفاع وزارت مرستيال هم سفر کړى و، چې د دې ولايت له چارواکو او خپلو سرتېرو سره يې وليدل.