ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دبګرام هوايي ډګر ددروازې مخ ته ځانمرګى بريد وشو

author avatar
5 Mar 2012 - 19:30
author avatar
5 Mar 2012 - 19:30

چاريکار(پژواک دکب ١٥مه ٩٠): هغه ځانمرګى بريد،چې دبګرام هوايي ډګرد دروازې مخ ته ترسره شو، دوتنه په کې وژل شوي او د دريو بهرنيو ځواکونو په ګډون پنځه تنه ټپيان دي.

دپروان ولايت امنيه قوماندان محمداکرم بيګزاد ،څو شېبې وړاندې پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دا بريد نن ماښام شاوخوا ٦بجې ترسره شو.

بيګزاد زياته کړه،چې ځانمرګې له چاودېدونکو توکو ډک خپل واسکټ د بګرام هوايي ډګر په دريمه دروازه کې والوځاوه ، چې په ترڅ کې يې دبګرام دهوايي ډګر دوه افغان کارکونکي ووژل شول او دوه بهرني ځواکونه ،چې د دروازې دساتنې مسووليت يې په غاړه و ،دسيمې له درې تنو اوسېدونکو سره ژوبل دي.

د بګرام هوايي ډګر مطبوعاتي دفتر  پژواک خبري اژانس ته د يوخبرپاڼې په رالېږلوسره ددې چاودنې پخلى کړى،خو په دې چاودنه کې د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې کره شمېره يې نه ده ښودلې

دسرچينې دمالوماتو له مخې، په چاودنه کې د ٢ او ٣ تر منځ سيمه ييز کارګران وژل شوي دي او ايسا ف ځواکونو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.

وسلوالو طالبانو ديو خبرپاڼې په خپرولو سره ،ددې بريد پړه په غاړه اخيستې او ادعا يې کړې ده،چې په دې بريد کې يې ١٢ امريکايي سرتېري او ٩ افغان کارکونکي  وژلي دي.

دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي،چې دا بريد يې د بهرنيو ځواکونو له لوري د قرانکريم د سوځولو په غبرگون کې ترسره کړى دى.

دبګرام ولسوالۍ د پراختيايي شورا مشر الياس الدين بخشي ،چې له بريد څخه وروسته دپېښې ځاى ته رسېدلى پژواک ته وويل،چې د دوو افغان کارکونکو مړي يې ليدلي ،چې په دې بريد کې وژل شوي دي.

نوموړي همدرانګه وويل،چې په بريد کې دوه بهرني سرتېري او دسيمې ٤ اوسېدونکي ټپي شوي دي.

بخشي زياته کړه،چې په بګرام هوايي ډګر کې دوه افغان وژل شوي  کارکونکي هريو عزيزالله او عبدالوحيد نومېدل،چې د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

 

 

 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.