Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جلال اباد په ځانمرګي بريد کې يو تن وژل شوى او ١٢ ټپيان دي

جلال اباد (پژواک ١٥ کب ٩٠): په جلال اباد ښار کې نن له غرمې وروسته ځانمرګي بريد ديارلسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

دغه ځانمرګى بريد، نن (د کب ١٥مه) له غرمې وروسته شاوخوا درې نيمې بجې د پښتونستان په څلورلارې کې وشو.

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالله تلوار، د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځانمرګى بريدکوونکى پلى و او د پښتونستان څلورلارې ته څېرمه د راډيو تلويزيون ودانۍ مخې ته يې ځان ته چاودنه ورکړه.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې يو شمېر ملکي وګړي او پوليس ټپيان شوي دي؛ خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.

د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون يوه موظف ډاکتر افندي اغا پژواک اژانس ته وويل، چې تراوسه روغتون ته يو مړى او ١٢ ټپيان وروړل شوي دي.

خو نوموړي د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه څه ونه ويل.

د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې نن له غرمې وروسته شاوخوا په درې بجو او ٢٥ دقيقو يو ځانمرګى بريد د دې ولايت د لومړۍ امنيتي حوزې په پښتونستان چوک کې د راديو تلويزويون ودانۍ ته څېرمه وشو.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د دې بريد په پايله کې د ملي امنيت د واکنش قطعې يو کارکوونکى وژل شوى او ١١ تنه، چې يو تن د ملي امنيت د واکنش قطعې کارکوونکى، يو د نظم عامه پوليس او ٨ ملکي وګړي دي، برسېرن ټپيان شوي دي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې له پرون راهيسې د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو، ملي امنيت او ملي امنيت شورا يو لوړ پوړى پلاوى دغه ولايت ته راغلى دى.

دغه ساحه چې ځانمرګى بريد په کې شوى، د ولايت د مقام په ٢٠٠ مترۍ کې  موقعيت لري.

سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې ده.

د ياد ځانمرګې بريد مسووليت تراوسه پوري چا په غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.