Language

زعفران په هلمند کې د کوکنارو ځاى نيولى شي

لښکرګاه (پژواک ١٥ کب ٩٠): د هلمند د كرنې مسوولين وايي، د دوى څېړنو او تجربو ښودلې چې په دې ولايت كې د كوكنارو ښه بديل زعفران كېدلى شي.

د دې ولايت د كرنې رييس انجنير عبدالله احمدزي د كب په ۱۵مه، پژواك خبري اژانس ته وويل چې دوى له تېر يوه كال راهيسې په خپلو څېړنيزو فارمونو كې تجربوي پروګرامونه  په  لاره  اچولي دي.

د ده په وينا، د دوى له څېړنواو لاسته راغليو تجربو څخه ورته معلومه شوې، چې د دې ولايت هوا او ځمكه دې ته جوړه ده چې ښه زعفران وكړي.

احمدزي وويل، په تېر يوه كال كې يې څلورسوه كروندګر چې له بېلابيلو ولسواليو او سيمو څخه راغلي، په دې برخه كې روزلي دي.

نوموړي زياته  کړه، په راتلونكې اونۍ كې دوه سوه  نور كروندګر هم روزي، چې د روزنې له بشپړېدو سره به د خپلو مسلكي مامورينو په مرسته روزل شويو كروندګرو ته د زعفرانو پيازغوټي (بيخونو) د وركولو لړۍ پيل كړي.

د ده په وينا، كه دا لړۍ بريالۍ شي او په وړاندې يې ستونزې راپيدا نه شي، نو له دې سره سم به د كوكنارو له كر څخه كروندګر لاس په سر شي.

د كرنې د رييس په خبره، په پيل كې د دوى پلان داسې دى چې روزل شويو كروندګرو ته د دې فصل امكانات برابروي، ترڅو جوته شي چې په ټولو سيمو كې دا بوټى كار وركوي او كه نه؟

نوموړى وايي، هغه ولسوالۍ او سيمې چې د زعفرانو د كښت لپاره مناسبې نه دي، د ولايت ادارې او وزارت هڅه داده چې کروندګرو ته نور تخمونو او امكانات برابر كړي، ترڅو د كوكنارو مخه ونيول شي.

د کرنې رياست د څېړنيزې څانګې سرپرست مسوول عبدالمنان پژواك اژانس ته وويل، كه چېرې د څېړنيز  فارم د باندې (په ولسواليو كې) هم تجربو وښودله، چې ښه زعفران كېداى شي، نو له دې سره يوځاى ټولو كروندګر زړه ښه كړى، چې د كوكنارو پر ځاى د زعفرانو كښت ته مخه وكړي.

نوموړي زياته كړه چې د دوى د تجربو له مخې، يو جريب ځمكه په يوه فصل كې څلور كيلوګرامه زعفران كوي او يوه كيلو زعفران په دوه زره امريكايي ډالره پلورل كېږي، چې د كوكنارو له بيې څخه د زعفرانو ګټه څو برابره زياته ده.

د ناوې ولسوالۍ يوه بزګر شيرين جان پژواك اژانس ته وويل، چې دوى په دې برخه كې ښه روزنه ترلاسه كړې او كولى شي چې په مسلكي ډول زعفران وکري.

نوموړي هيله وښوده، چې دولت به ورته د زعفرانو تر څنګ د دوى نورو حاصلاتو ته ماركېټونه پيدا كړي، ترڅو د كروندګرو ټولو محصولات بې له ستونزو وپلورل شي.

عبدالقادر چې د ګرشك ولسوالۍ اوسېدونكى كروندګر دى، وايي چې د زعفرانو د روزنې په برخه كې يې ښه زده كړه تر لاسه كړې ده.

هغه زياتوي چې د زعفرانو روزنه كه څه هم يو ستونزمن كار دى؛ خو د مسوولينو له خولې يې اورېدلي چې ګټه يې تر بل هر فصل زياته ده.

د ده په وينا، كه چېرې دا بوټى دلته سمه پايله وركړي، هېڅ كروندګر به بيا د كوكنارو د فصل نوم په خوله وانه خلي.

د يادونې وړ ده، چې د كرنې رياست له لوري سږكال د كوكنارو د مخنيوي په موخه زعفرانو ته د ودې وركولو لپاره څلور زره باغونه هم كروندګرو ته په لسو ولسواليو كې جوړ شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.