مهترلام (پژواک ١٥ کب ٩٠): د لغمان په مهترلام ښار کې تېره شپه دوه چاودنې شوې، چې زيانونه يې نه درلودل او له دريمې يې پوليسو مخنيوى کړى دى.
د لغمان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار محمد داوود بارکزي د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښې د مهترلام ښار په دريو ساحو کې رامنځته شوې دي.
هغه زياته کړه، ناپېژانده کسانو تېره شپه ، د مهترلام د سراج کلا او د الينګار اډې ته نږدې له وړې چاودنې کړې دي.
د بارکزي په وينا، دريمه پېښه د الفت واټ په ساحه کې رامنځته شوې، خو چاودېدونکي توکي نه دي چاودېدلې، د پوليسو لخوا کشف او شنډ شوي دي.
نوموړى وايي، چې په دغو چاودنو کې چا ته هېڅ ډول ځاني او مالي زيان نه دى اوښتى او پوليسو يې په اړه څېړنې پيل کړې دي.
د بشيراحمد په نوم د مهترلام يوه اوسېدونکي، چې کور يې د الينګار اډې ته څېرمه کور دى، پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د شپې په نهه بجې د چاودنې غږ واورېد.
خو نوموړى وايي، چې په دغو چاودنو کې د رامنځته شوو زيانونو په اړه معلومات نه لري.
بلخوا وسلوالو طالبانو د دغو چاودنو مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې دا چاودنې د مهترلام ښار په څلورو ساحو کې شوې دي.
نوموړي ادعا کړې، چې په دغو چاودنو کې دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره ورته نه ده معلومه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP