Language

حامدکرزى: د علماوو شورا مصوبه شرعي بنسټ لري

کابل (پژواک ١٦ کب٩٠): ولسمشر حامدکرزى وايي،چې د ښځو په اړه د علماوو د شورا وروستۍ مصوبه شرعي بنسټ لري او ښځو ته په کې محدوديت نه دى وضع شوى.

د افغانستان د علماوو شورا د تېرې جمعې په ورځ په يوه مصوبه کې ويلي، چې ښځې بايد شرعي حجاب په پوره توګه رعايت کړي او له پرديو نارينه وو څخه د ټولنې په بېلابېلو برخو، لکه بازار، دفترونو، تعليم او د ژوند په نورو برخو کې له اختلاطه ډډه وکړي.

په ياده مصوبه کې همداراز له ښځو غوښتل شوي، چې له محرم پرته سفر ونه کړي.

د مصوبې بشپړ متن دلته ولولئ

د خپرو شوو راپورونو پر اساس،د ښځو پر وړاندې د عالمانو د شورا دې مصوبې د ځينو کسانو غبرګونونه راپارولي او دغه کار يې د اساسي قانون خلاف او د ښځو پر حقونو د محدوديتونو وضع کول بللي دي.

خو ولسمشر حامدکرزي په نننۍ خبري ناسته کې په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د افغانستان د عالمانو شورا ښځو ته محدوديت نه دى وضع کړى.

کرزي زياته کړه: ((د علماوو شورا تېره جمعه په خپله اعلاميه کې، چې هره مياشت خپرېږي، د ښځو د موقف د تقويې او له هغوى څخه د ملاتړ په لړ کې، اسلامي اصول او ارزښتونه اعلام کړل، چې زموږ د هېواد شرعي نظر دى او د افغانستان ټول مسلمانان ورته پابند دي.))

د هغه په وينا د افغانستان د علماوو شورا څه موده مخکې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په مخالفت کې څرګند دريځ خپل کړى دى.