Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لومړي زون سرحدي پوليسو رييس ارکان ټپي شو

جلال اباد (پژواک ١٦ کب ٩٠): په جلال اباد ښار کې د سرحدي پوليسو د لومړي زون د رييس ارکان پر موټر چاودنه شوي، چې له امله يې رييس ارکان او يو پوليس ټپي شوي دي.

په ختيځو ولايتونو کې د سرحدي پوليسو مطبوعاتي مسوول ادريس مومند د کب په ١٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې په جلال اباد ښار کې د پاکستان قونسلګرۍ مخې ته هغه مهال وشوه، چې سرحدي پوليس له سيمې تېرېدل.

د هغه په وينا، په ياده پېښه کې د سرحدي پوليسو د لومړي زون رييس ارکان سمونوال محمد ايوب حسين خېل او يو پوليس ساتونکى يې ټپيان شوي دي.

نوموړي وويل، چې چاودېدونکي توکي د سړک د منځ په ګلدان کې اېښودل شوي وو.

مومند وويل، چې ټپيان دغه مهال د جلال اباد ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

په خپله د سرحدي پوليسو د لومړي زون رييس ارکان سمونوال محمد ايوب حسين خېل پژواک اژانس ته وويل، چې دى په لار تېرېده، چې ناڅاپه يې پر موټر چاودنه وشوه.

د هغه په وينا، په پېښه کې دى په خپله او دوه ساتونکي يې برسېرن ټپي شوي دي.

نوموړي وويل، چې دى خپله دغه مهال له روغتون څخه رخصت شوى او ټپونه يې ډېر برسېرن دي.

 د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، چې تېره ورځ هم د جلال اباد ښار د پښتونستان په څلورلارې کې ځانمرګى بريد وشو، چې له امله يې يو تن ووژل شو او دولس تنه ټپيان وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.