هرات(پژواک دکب ١٦مه ٩٠): په افغانستان کې د ناټوغيرپوځي استازى سايمن ګس وايي،چې له امريکا سره د ستراتېژيک تړون دلاسليک لپاره د ايښودل شوو شرطونو سربېره به هم، دا پيمان ژر لاسليک شي.
سايمن ګس چې هرات ولايت ته په يو رسمي سفر تللې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې يې وويل ،چې افغانستان يوخپلواک هېواد دى او ټينګار يې وکړ ،چې په دې برخه کې به هرډول تصميم دافغان دولت له لورې ونيول شي.
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې ،چې د افغانستان له خوا د وړاندې شوو شرايطو ته په کتو سره ويل کېږي ،چې دواړه لوري به ددې اوږدمهالي تړون لاسليک په اړه يو هوکړې ته ونه رسېږي وويل: (( زه باور لرم او هيله مند يم،چې له امريکا سره به دافغانستان ستراتېژيک تړون ژر لاسليک شي.))
تېره اونۍ دناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن له ولسمشرحامد کرزي څخه غوښتنه کړې وه،څو له امريکا سره ددې هېواد ستراتېژيک تړون د شيکاګو له غونډې څخه وړاندې لاسليک کړي.
د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر دمالوماتو له مخې، دناټو عمومي منشي له حامد کرزي څخه داغوښتنه ،د ټيليفوني اړيکې په ترڅ کې کړې ده.
راسموسن ويلي دي: (( که له امريکا سره د افغانستان د ستراتېژيکو اړيکو دا تړون د شيکاګو له ناستې څخه مخکې لاسليک شي، په دې غونډه به ښه اغېز پرې باسي.))
اټکل کېږي،چې دشيکاګو نړيواله غونډه به ،د ناټو غړيو هېوادونود مشرانو په ګډون ، د روان زېږديز کال په مې مياشت کې ،دامريکا په شيکاګو ښار کې جوړه شي.
ددې نړيوالې ناستې اصلې موخه په افغانستان کې دناټو سازمان اوسنۍ ماموريت او دهغه څرنګوالى او کله چې له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان څخه ،ددې تړون سرتېري ووځي ګڼل کېږي.
خو د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر ويلي دي،چې ولسمشرحامد کرزى د ناټو له عمومي منشي سره په خبرو کې ټينګار کړى دى ،چې له امريکا سره به ستراتېژيکو اړيکو تړون هغه مهال لاسليک شي،چې ددې هېواد له خوا په لويه دوديزه جرګه کې ،دافغانستان له خوا وړاندې شوي شرطونه ومنل شي.
د لويې دوديزې جرګې له خوا څلور مياشتې وړاندې يولړ شرطونه وړاندې شول ،چې د افغانستان ملي ځواکمنتيا،له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونوته د زندانونو سپارل او دبهرنيو ځواکونو له لوري شپنيو عملياتو ته دپاې ټکى ايښودل په کې شامل وو.
په دې وروستيو کې يو شمېر ورځپاڼو داسې خبرونه خپاره کړل ،چې دافغانستان له خوا وړاندي شوي شرطونه او پرشپينو عملياتو او د زندانانو پر کنټرول دامريکا ټينګار، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهال ستراتېژيک تړون لاسليک يې، له خنډ سره مخ کړى دى.
خو په افغانستان کې د ناټو غيرپوځي استازي سايمن ګس په هرات کې د يو شمېرخبريالانو په وړاندې وويل: ((دوه يا درې سخت شرطونه موجود دي،چې بايد هوارشي ،خو دا غيرطبيعې نه ده او بحثونه پرې روان دي.))
افغانستان به تېر يوکال کال کې له هند او يو شمېر اروپايي هېوادونو سره اوږدمهالي تړونونه او پيمانونه لاسليک کړل،چې له ورايه يې د يو شمېر هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان او ايران اندېښنې له ځانه سره درلودې.
خو افغان دولت ټينګار کړى دى، چې دا ګامونه يې د افغانستان د سياسي، امنيتي او اقتصادي ګټو دخوندي کولو لپاره اوچت کړي دي او دهېڅ هېواد پرضد نه دي لاسليک شوي.
هرات (پژواک ١٦کب ٩٠) : سايمن گس، سفير غير نظامى ناتو در افغانستان مى گويد كه با وجود شرايطى كه براى امضاء پيمان استراتژيك با امريكا وضع شده است، اين پيمان به زودى امضاء خواهد شد.
سايمون گس كه در جريان يك سفر رسمى به هرات در يك نشست خبرى سخن ميگفت؛ افغانستان را يك كشور مستقل خواند و تاكيد كرد كه هرگونه تصميم دراين زمينه از سوى دولت افغانستان گرفته خواهد شد.
وي در پاسخ به اين پرسش كه با طرح شرايطى از سوى افغانستان، گفته ميشود كه دو طرف نتوانند در مورد پيمان بلند مدت راهبردى به توافق برسند گفت:” من باور دارم و اميدوارم كه پيمان استراتيژيك افغانستان با امريكا به زودى امضاءخواهد شد.”
هفته گذشته اندرس فوگ راسموسن، سرمنشى سازمان ناتو؛ از رئيس جمهور افغانستان خواسته بود كه تا پيمان استراتژيك اين كشور با امريكا را قبل از كنفرانس بين المللى شيكاگو، امضا كند.
بر پايه اطلاعات دفتررياست جمهورى افغانستان، سر منشى ناتو اين موضوع را در تماس تيلفونى با حامد كرزى، رئيس جمهور مطرح كرده است.
راسموسن گفته است:” اگر سند استراتژيك بين افغانستان و امريكا قبل از برگزارى نشست بين المللى شيكاگو امضا شود تاثير خوبى براين نشست خواهد داشت.”
قراراست نشست بين المللى شيكاگو با حضور رهبران كشورهاى عضو ناتو؛ سه ماه ديگر در شهر شيكاگو امريكا برگزار شود.
ماموريت كنونى ناتو و چگونگى كمك اين سازمان به افغانستان، پس از ختم ماموريت و خروج نيروهاى خارجى در پايان سال ٢٠١٤ميلادى، از محورهاى عمده اين نشست بين المللى اعلام شده است.
اما دفتر رياست جمهورى افغانستان گفته است كه حامد كرزى در گفتگو با سرمنشى ناتو تاكيد كرده است؛ پيمان استراتژيك با امريكا در صورتى امضاء خواهد شد كه اين كشور، شرايط افغانستان را كه قبلا از سوى لوى جرگه مشورتى مطرح شده بود، بپذيرد.
احترام به حاكميت ملى افغانستان، واگذارى مسئوليت زندانهاى تحت كنترول نيروهاى امريكايى به دولت افغانستان و پايان يافتن عمليات شبانه نيروهاى امريكايى، از جمله شرايطى است كه چهار ماه پيش از سوى لوى جرگه مشورتى مطرح شد.
به تازه گى خبرهاى در رسانه هاى مختلف به نشر رسيد كه گويا تاكيد افغانستان بر اين پيش شرط ها و پافشارى امريكا بر ادامه عمليات شبانه و كنترول زندان ها، مانع از امضاى پيمان بلند مدت راهبردى ميان دو كشور گرديده است.
اما سايمن گس، نماينده ارشد غير نظامى ناتو در افغانستان در جمع خبرنگاران درهرات گفت: ” دو يا سه شرط سخت وجود دارد كه بايد حل شود. اما اين غير طبيعى نيست و بحث روى آن جريان دارد.”
افغانستان طى يك سال اخير، با شمارى از كشورها از جمله هند و شمارى از كشورهاى عمده اروپايى پيمان و تفاهمنامه هاى بلند مدت راهبردى امضا كرده است كه در مواردى مخالفت و نگرانى علنى شمارى از كشورها از جمله ايران و پاكستان را در پي داشته است.
اما دولت افغانستان تاكيد كرده است كه اين اقدامات در راستاى” تامين منافع سياسى، امنيتى و اقتصادى” افغانستان صورت ميگيرد و امضاء آن بخاطر مقابله و يا برعليه هيچ كشور، ديگرى نيست.