Language

په ګرشک کې يو پول جوړ شو

لښکرګاه (پژواک ١٦ کب ٩٠): د هلمند چارواکي وايي چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې يو پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

 د هلمند د والي وياند داوود احمدي د کب په ١٦مه، پژواک اژانس ته وويل چې دغه پول نن د ګرشك ولسوالۍ د سربند په سيمه كې د ايساف ځواکونو د يو ميليون ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

 د هغه په وينا، ياد پول چې د تېرو درېيو مياشتو په موده کې جوړ شوى، ٢٧ متره اوږدوالى او ٤،٢ متره سور لري.

 نوموړي وويل، چې د دې پول په جوړېدو سره به د ګرشک د سربند، سرې کلا، ادم خان او رحيم کليو خلک په لنډ او اسان ډول د ګرشک بازار ته تګ او راتګ کوي.

 احمدي وايي، چې پخوا به د يادو کليو خلک پر اوږدو لارو د ګرشک بازار ته تلل او راتلل، چې له امله يې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

 د والي وياند زياته کړه، چې د سيمې خلکو ورسره ژمنه کړې، چې نور به په خپله سيمه کې د بيارغونې او پرمختيايي پروژو ساتنه کوي او چاته به يې د ويجاړېدو اجازه نه ورکوي.

 د ده په خبره، ياد پول د سيمې د خلکو او د دولتي چارواکو له خوا د (ازادۍ پول) په نوم ونومول شو.

Related Topics